پاکستان د سونګو د قاچاقچیانو لپاره سخته سزا ټاکي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i95209-پاکستان_د_سونګو_د_قاچاقچیانو_لپاره_سخته_سزا_ټاکي
د قاچاقي یا سمګل شویو سونګو پلور د پاکستان اقتصاد ته په کال کښې ۱۵۰ میلیارډ روپۍ تاوان رسوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2021 04:05 Asia/Kabul
  • عمران خان فایل فوټو
    عمران خان فایل فوټو

د قاچاقي یا سمګل شویو سونګو پلور د پاکستان اقتصاد ته په کال کښې ۱۵۰ میلیارډ روپۍ تاوان رسوي.

په هغه غونډه کښې چې د پاکستان د وزیراعظم په مشرۍ د شیانو له قاچاق سره د مبارزې د اقداماتو په هکله ترسره شوه، عمران خان ته د سونګو د غیرقانوني پیر پلور او قاچاق په هکله هم یو رپورټ وړاندې شو او هغه فیصله وکړه چې د قاچاق د نیټ ورک خلاف به مهم اقدامات وکړي.

په دغې غونډې کښې وویل شول چې د قاچاقي یا سمګل شویو سونګو پلور د پاکستان اقتصاد ته په کال کښې ۱۵۰ میلیارډ روپۍ تاوان رسوي.

د دغه رپورټ له مخې عمران خان غواړي چې د سونګو په قاچاق کښې د ښکیلو عناصرو خلاف د پټرول پمپونو د سیل کولو، د مال او جایداد د مصادره کولو، سختو جرمانو او نیونو او حتی د قانون ماتونکو د ځپنې په شان د ډیرو سخت اقداماتو حکم ورکړي.