د پاکستان د کویټه د هزاره قوم پرلتۍ دوام لري
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د شیعه هزاره قوم غړیو کومو چې له جنازو سره یوځاې د کویټه لویه لاره بنده کړي ده پرون وویل تر څو چې لومړی وزیر عمران خان دوې ته نه وي ورغلی او قاتلان یې نه وي سزا کړي تر هغه به خپل اعتراض او پرلتۍ ته دوام ورکړي .
د ویلو ده یوشمیر ټروریسټانو په تیرې یکشنبې ورځ د پاکستان د بلوچستان صوبې په مچ (Mach) سیمه کښې په معدن کښې د کارکونکو په یوه (۱)کیمپ باندې برید سره د هزاره قوم غړي له ځانونو سره بوتلل او بیا یې په ډیر بوږنونکي ډول د هغوې سرونه پرې کړل .
داعش وهابي صهیونیسټي ترهګرې ډلې د دغه حملې مسولیت منلی دی .
د پاکستان د کویټه هزاره شیعه مشر سید اغا رضا وویل مونږ د خپلو خپلوانو د جنازو له اوچتولو سره ستړي شوي یوو .
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مچ (Mach) سیمه کښې په دغه ترهګرۍ حملې کښې د یوې(۱) میرمنې معصومه یعقوب علي پینځه (۵)خپلوان وژل شوي دي او اوس دې په کور کښې هیڅ نرینه سړی نلري .
هغې وویل زه اوس هیڅ نرینه سړی نه لرم چې زما د ورور او زما دخپلوانو جنازې قبرستان ته یوسي او خاورو ته یې وسپاري .
د پاکستان د کویټه د هزاره قوم غړیو ویلي دي تر څو چې د بلوچستان صوبې حکومت استعفا ورنکړي او د دوې غوښتنې ونه منل خپل مړي به خاورو ته ونه سپاري .
د پاکستان په کویټه کښې د شیعه هزاره قوم غړي له تیرو څو کلونو راهسې د ترهګرو ډلو لخوا په ډیر ظلم او بوږنونکي ډول وژل کیږي خو تراوسه هیڅ ترهګر نه نیول شوی او نه کومه سزا ورکړل شوي ده .
د پاکستان په نورو سیمو په تیره بیا کراچۍ کښې د کویټه د هزاره قوم د غړیو د وژل کیدا پرضد اعتراضیه غونډې شوي دي او دغه وژله په ککله غندل شوي ده .
سپاه صحابه ، لشکرجهنګوي او نور ترهګرې ډلې په پاکستان کښې په ازادۍ سره ترهګر فعالیتونه کوي او په رڼا ورځ خلک په ډزو ، بم چاودونو او بریدونو کښې وژني .
په پاکستان کښې له وهابي ترهګرو ډلو سره زیاتې مرستې سعودي عربستان، متحده عربي امارات ، امریکا او ځینې نور عرب هیوادونه کوي .