پاکستان کښې د پولیو ویکسینیشن بیا پیل شو
په ټول پاکستان کښې ۴۰ میلیونه ماشومانو ته له پولیو یا د ماشومانو د ګوذڼ له ناروغۍ د مخنیوي د څاڅکو د ورکولو نوې مرحله پرون پیل شوې ده.
په ټول پاکستان کښې ۴۰ میلیونه ماشومانو ته له پولیو یا د ماشومانو د ګوذڼ له ناروغۍ د مخنیوي د څاڅکو د ورکولو نوې مرحله پرون پیل شوې ده.
د روغتیا او درملنې په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي صلاحکار وویل چې په دې پړاؤ کښې له ۶ نه تر ۵۹ میاشتو ترمینځ عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیو او ځینو نورو ناروغیو د مخنیوي څاڅکي ورکول کیږي.
فیصل سلطان زیاته کړه: د اسلام آباد حکومت ژمن دی چې له پولیو د پاک پاکستان هدف ته ورسیږي او د دې موخې پوره کیدل د خلکو په تیره بیا د ماشومانو د والدینو بشپړ ملاتړ ته ضرورت لري.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازني دوه هیوادونه دي چې په کښې پولییو یا د ماشومانو د ګوذڼ ناروغي تراوسه موجوده ده.