حمدالله محب:
طالبان له ښوونیزو او علمي مرکزونو سره دوښمني لري
Feb 22, 2021 04:20 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، طالبان دې د ښوونځیو ورانولو لړۍ ودروي.
نوموړي پرون د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په مناسبت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، پر طالبانو غږ کوو، چې په هېواد کې ښوونځيو او علمي مرکزونو سره خپله دښمني ختمه کړي؛ چې افغان ماشومان په مورنۍ ژبه زدکړو ته لاسرسی پیدا کړي.
نوموړي ویلي، د ښوونځیو سوځول او په بمونو ورانول یې، په مورنۍ ژبه له تحصیل کولو او د افغان ماشومانو له راتلونکې سره دښمني ده.
د فبروري ۲۱ د ملګرو ملتونو یونسکو سازمان له لوري د مورنۍ ژبې نړېوالې ورځې په نوم نومول شوې، چې هر کال د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې نمانځل کيږي
ټیګونه