پاکستان له اسلامو فوبیا سره په مقابلې ټینګار وکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلام ویرونې له ستونزې سره د مقابلې لپاره خبرې اترې او نړیوالو کانفرنسونه ضروري چاره وبلله.
له اسلام اباده زمونږ د خبریال د راپور له مخې شاه محمود قریشي د اسلامي ملګرتیا تنظیم په غونډه کې چې د ویډیویي کانفرنس په توګه د اسلامو فوبیا مسالې د جاج لپاره په نیویارک کې ترسره شوه وویل: اسلام د سولې دین دی او باید د افراطي ډلو په اقداماتو سره چې په هر دین او مذهب کې شته دي، د اسلام په هکله قضاوت ونه کړو؛ بې له شکه مسلمانان د نورو دینونو د پېغمبرانو او سپېڅلتیاوو سپکاوي غندي.
د پاکستان خارجه وزیر زیاته کړ اسلام له مذهبي افراط ګرۍ سره سخت مخالف دی او بشریت یو زړه توب او پېوستون ته بلي، له دې امله له افراط پالنې او ترهه ګرۍ سره د اسلام اړونده ګڼل بلکل غلط دي.
شاه محمود قریشي وویل بې له شکه په لویدیځو ټولنو کې د اورپکو له خوا اسلامو فوبیا، له مختلفو ټولنو د مسلمانانو د شړلو لپاره زیاته شوې ده. نو د نړیوالې ټولنې له خوا د پېوستون او همدلۍ څرګندول به تر ډېره حده د اسلام هراسۍ د ګواښ له مخنیوي او د دینونو له متقابل درناوي او پوهاوي سره مرسته وکړي.