د پاکستان ولسمشر ته هم کرونا ولګیدله
(last modified Tue, 30 Mar 2021 03:20:30 GMT )
Mar 30, 2021 07:50 Asia/Kabul
  • د پاکستان ولسمشر ته هم کرونا ولګیدله

د پاکستان ولسمشر په کرونا وایرس ککړ شوی دی

د پاکستان ولسمشر په کرونا وایرس ککړ شوی دی

په کرونا وایرس د پاکستان د وزیراعظم عمران خان له ککړیدو څو ورځې وروسته د دغه هیواد د ولسمشر عارف علوي د کرونا ټیسټ هم مثبت اعلان شو او اوس قرنطینه دی.

ورته مهال د پاکستان دفاع وزیر پرویز خټک هم په کوویډ۱۹ وایرس ککړ شوی او درملنه یې روانه ده.

عمران خان او میرمنه یې هم له درملنې وروسته په ښه کیدو دي.

په کرونا وایرس د پاکستان د جګ پوړو چارواکو اخته کیدل په داسې حال کښې دي چې د دغه خوریدونکي وایرس د پراختیا دریمه څپه د پاکستان په ټولو ښارونو کښې راپورته شوې ده.

د پاکستان حکومت د کرونا د دریمې څپې د کنټرولولو په موخه په ټول هیواد کښې په عمومي راغونډیدنو بندیز لګولې دی.