پاکستان کښې د کرونا د ناروغانو او مړو شمیر لازیات شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i98972-پاکستان_کښې_د_کرونا_د_ناروغانو_او_مړو_شمیر_لازیات_شوی_دی
په پاکستان کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو او هم داشان له امله یې د مړو شمیر لا په زیاتیدو دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2021 12:08 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د کرونا د ناروغانو او مړو شمیر لازیات شوی دی

په پاکستان کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو او هم داشان له امله یې د مړو شمیر لا په زیاتیدو دی.

په پاکستان کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو او هم داشان له امله یې د مړو شمیر لا په زیاتیدو دی.

د پاکستان روغتیا وزارت نن وویل چې په تیر شواروز کښې په هیواد کښې ۵ زره، ۳ سوه او ۹۵ د کرونا نوي ناروغان پیژندل شوي دي او ورسره پس له یوې هفتې په پاکستان کښې د دې ناروغۍ د دریمې څپې ورځني مریضان له پنځو زرو زیات شول.

په پاکستان کښې په کرونا د ککړو کسانو ټول شمیر له ۷ لکه او ۳۸ زرو تنو اوښتې دی.

د دغه رپورټ له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې ۱۱۸ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي او ورسره د دغې ناروغۍ له امله د مړو ټول شمیر ۱۵ زره، ۸ سوه ۷۲ کسانو ته ورسید.

په پاکستان کښې تراوسه ۳.۱ میلیون (۳۱ لاکه) کسانو ته د کرونا واکسن لګیدلي دي چې زیاترو ته په کښې د وړومبي ډوز په توګه د چین جوړ (سینو فارم) واکسن لګول شوي دي.