پاکستان کښې د کرونا د ناروغانو او مړو شمیر زیات شوی دی
Apr 20, 2021 02:55 Asia/Kabul
پاکستان کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو او هم داشان یې له امله د وژل شویو کسانو شمیر په زیاتیدو دی.
پاکستان کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو او هم داشان یې له امله د وژل شویو کسانو شمیر په زیاتیدو دی.
د پاکستان له کرونا سره د مبارزې د مدیریت ملي مرکز پرون وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې ۵ زره ۱ سل او ۵۲ تنه نور په کرونا وایرس ککړ شوي دي چې ورسره د ناروغانو ټول شمیر ۷ لکه ۶۱ زره او ۴۳۷ تنو ته رسیدلی دی.
د دغه رپورټ له مخې په تیر شواروز کښې ۷۳ تنه نور پاکستانیان د کرونا له امله مړه شوي دي چې ورسره د مړو ټول شمیر هم ۱۶ زره او ۳۱۶ کسانو ته ورسید.
تراوسه څه باندې ۱ میلیون او ۳ لکه پاکستانیانو ته د کرونا واکسن لګول شوي دي.
ټیګونه