پاکستان کښې ترهګره حمله شنډه شوه
Apr 20, 2021 02:57 Asia/Kabul
د پاکستان امنیتي ځواکونو په کراچۍ کښې په خپل ټریننګ سنټر باندې د ترهګرې حملې په شنډولو سره پنځه ترهګر ونیول
د پاکستان امنیتي ځواکونو په کراچۍ کښې په خپل ټریننګ سنټر باندې د ترهګرې حملې په شنډولو سره پنځه ترهګر ونیول
د کراچۍ ښار د پولیسو له ترهګرۍ سره د مبارزې د برخې مشر پرون وویل: نیول شویو ترهګرو د کراچۍ په سعید آباد سیمه کښې د پولیسو په ټریننګ سنټر باندې د حملې پلاننګ کوه چې د پاکستان امنیتي ځواکونو وپیژندل او ویې نیول.
په نیول شویو ترهګرو کښې دوه ځانمرګي بریدګر وو چې پولیسو ورڅخه ځانمرګي جاکټونه او ډیره اندازه وسله هم نیولې ده.
د پاکستان امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د کراچۍ په ملیر سیمه کښې په یولړ نورو عملیاتو کښې د پاکستان د تحریکِ طالبان یو غړی هم ونیوه.
ټیګونه