کویټې کښې ترهګرې چاودنې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i99286-کویټې_کښې_ترهګرې_چاودنې_۱۷_کسانو_ته_مرګ_ژوبله_اړولې_ده
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کوېټه ښار کې چاودنه شوې چې له کبله یې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2021 00:59 Asia/Kabul
  • کویټې کښې ترهګرې چاودنې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کوېټه ښار کې چاودنه شوې چې له کبله یې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کوېټه ښار کې چاودنه شوې چې له کبله یې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا چاودنه بیګا ماښام د کوېټې ښار په زرغون روډ باندې د سرینا هوټل د موټرو په تم ځای یا پارکینګ کښې شوې ده.

د بلوچستان صوبې سیمه ایز چارواکي وایي، چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وایي، چاودنه ډېره زوروره وه او په سیمه کې یې د ګڼ شمېر موټرو د سوځولو تر څنګ د ډېرو ودانیو شیشې هم ماتې کړې دي.

د پاکستاني پولیسو په وینا، د موټرو په تمځي کې له چاودیدونکو توکو څخه یو ډک موټر پارک کړی شوی و او د ریموټ کنټرول په ذریعه چاودول شوی دی.

له چاودونې وروسته د کويټې په دولتي روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی.

په کویټه کې سرینا یواځینی څلور ستوریز هوټل دی چې بهرني میلمانه ورته تګ راتګ کوي.

پولیسو دا هم ویلي چې سیمه کې د چېن هېواد استازی هوټل ته پر لار وو چې چاودنه رامنځ ته شوې ده.

د چاودنې مسئوولیت تحریکِ طالبان پاکستان (TTP) په غاړه اخیستی دی.

محمد خراساني چې ځان د دې ډلې ویاند ګڼي، رسنیو ته په لېږلي پیغام کې دا ځانمرګی برید بللی او وایي چې چاودنه د دوي یو کس د موټر واسطه کړې ده.