پاکستان له ایران سره د دوه اړخیزو تجارتي اړیکو پراختیا ضروري ګڼي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i99798-پاکستان_له_ایران_سره_د_دوه_اړخیزو_تجارتي_اړیکو_پراختیا_ضروري_ګڼي
د پاکستان حکومت د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو تجارتي اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
May 03, 2021 14:14 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران سره د دوه اړخیزو تجارتي اړیکو پراختیا ضروري ګڼي

د پاکستان حکومت د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو تجارتي اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.

د پاکستان حکومت د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو تجارتي اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.

د پاکستان حکومت پرون د کرونا وایرس خپریدو د کنټرولولو او له ایران سره په خپلو ګډو پولو کښې د کرونا د هرډول نوي وایرس د مخنیوي لپاره د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت په دوام باندې د ټینګار په ترڅ کښې د مۍ له څلورمې نیټې یعنې له سبا څخه د تګ راتګ ۱۵ ورځني محدودیتونه لګوي.

په پاکستان کښې له کرونا سره د مقابلې د عملیاتو د مدیریت د ملي کمیټې د حکم له مخې د ایران په شمول له ګاونډیانو سره ګډ تجارت له دې قائدې مستثنی دی او نوي محدودیتونه په دوه اړخیزو اقتصادي فعالیتونو او د باري ګاډو په تګ راتګ هیڅ اغیزه نه لري.

د دې خبر له مخې له ایران سره د پاکستان سرحدي اډې به بیخي خلاصې وي.

د رپورټ مطابق له ایران سره د پاکستان په ګډو پولو کښې د امنیتي ځواکونو او طبي عملې شمیر هم زیاتیږي او یوازې پاکستاني ښاریز به له ایرانه خپل هیواد ته د ورتګ اجازه ولري.