له افغانستانه هم پاکستان ته د مسافرانو ورتګ بند کړی شو
د پاکستان حکومت د کرونا وایرس د خپراوي د مخنیوي په موخه له افغانستانه خپل هیواد ته د مسافرانو ورتګ ممنوع اعلان کړ.
د پاکستان حکومت د کرونا وایرس د خپراوي د مخنیوي په موخه له افغانستانه خپل هیواد ته د مسافرانو ورتګ ممنوع اعلان کړ.
په پاکستان کښې د افغانستان سفارت وویل چې د مۍ له پنځمې نه تر شلمې پورې به له افغانستان سره د پاکستان ټولې ځمکنۍ لارې بندې شي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دغه هیواد کښې په کرونا د ککړو کسانو او له امله یې د مړو د شمیر په زیاتیدو سره د دغه وایرس د دریمې څپې په هکله خبردارې ورکړ.
د افغانستان روغتیا وزارت هم خبرداری ورکړ چې دغه هیواد د کرونا وایرس له نوې څپې سره مخامخ شوی چې دغه څپه له وړومبۍ او دریمې څپې ډیره خطرناکه ده.
دغه وزارت هم د افغانستان له خلکو وغوښتل چې هندوستان ته له غیرضروري سفره ډډه وکړي.