کوم داعش په مسکو برید کړی؟
مرتضی غرقی ولیکل داعش په رسمي توګه د مسکو په څنډه کې د ترهه ګر برید مسوولیت منلی، دا داعش هماغه داعش دی چې اوکراین ته د روسیې د برید په وړاندې د دې هیواد د دفاع لپاره ولاړ او دا هماغه داعش دی چې د ټپیانو درملنه یې په اسراییلو کې کیږی او د امریکا استخباراتي ادارې په پیسو سره په لیبیا کې روزل کیږي
د پارس ټو ډی له راپور سره سم ایرانی خبریال مرتضی غرقی په X ټولنیزې شبکې کې یو ایرانی خبریال په مسکو کې داعش ډلې لخوا د ترهه ګر برید مسوولیت ته په اشارې سره، د دغې ډلې په رامنځته کولو او ملاتړ کې د امریکا او اسراییلو د رول په اړه بحث وکړ.
مرتضی غرقی ولیکل داعش په رسمي توګه د مسکو په څنډه کې د ترهه ګر برید مسوولیت منلی، دا داعش هماغه داعش دی چې اوکراین ته د روسیې د برید په وړاندې د دې هیواد د دفاع لپاره ولاړ او دا هماغه داعش دی چې د ټپیانو درملنه یې په اسراییلو کې کیږی او د امریکا استخباراتي ادارې په پیسو سره په لیبیا کې روزل کیږي
د داعش ترهګرې ډلې د جمعې په شپه د روسیې پلازمینې مسکو ته نږدې د کروکس په ښار کې د کنسرت په تالار کې په برید سره لږ تر لږه۱۳۳ تنه ووژل.
تر اوسه د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول ګڼ شمېر هېوادونو دغه ترهګریز برید غندلی دی