د رڼا سرچینې ۱۳۰
(last modified Tue, 31 Dec 2024 07:52:13 GMT )
Dec 31, 2024 12:22 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې ۱۳۰

(هڅونه او ګواښنه، دوه روزنیز اوزارونه)

د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د رڼا سرچینې لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو، په دې هیله چې روغ رمټ به یئ، نن د صافات د مبارکې سورې له ۶۲ نه تر ۷۰ پورې آیتونو شانِ نزول جاجوو، 

*/*/*/

ملګرو لکه څنګه چې پوهیږئ متعال خدای د انسانانو عبادت ته هیڅ اړتیا نه لري او د انسانانو ګناهونه هم ورته هیڅ تاوان نه رسوي. خو له دې امله چې اراده یې کړې چې انسانان د تکامل په لور لارښوونه کړي، د دې کار لپاره یې پیغمبران راستولي دي او جنت او دوزخ یې د دوي د پروګرامونو د اجرا ضامن ګرځولي دي. انعام، خلک د تعلیم او تربیت په لور هڅوي او سزا، هغوي د تعلیم و تربیت او روزنې له اپوټه لارې منع کوي. که دا دواړه ځواکونه نه وي نو د تعلیم او تربیت له سره امکان نشته او څرګنده ده چې د روزونکي لپاره نه انعام کومه ګټه لري او نه ترې سزا کوم زیان لرې کولې شي. په بله وینا، نه د تعلیم او تربیت په لاره تګ د روزونکي لپاره کومه ګټه لري او نه ورباندې نه تګ هغه ته کوم تاوان رسوي.

د حضرت محمد مصطفی(ص) له بعثت وروسته خدای تعالی په دې امید چې مشرکان له خپل ضد او خودغرضۍ لاس واخلي او یکتاپرستۍ ته مخه کړي، په اسماني کتاب قرآنِ پاک کښې د بهشتي نعمتونو ذکر کړی دی. خدای تعالی په ځینو آیتونو کښې د جنتي نعمتونو او مهربانیو یادونه کوي چې د مومنانو لپاره یو زیری دی. له رڼا اوبو ډکې چینې، روان نهرونه چې په زړه پورې او زړه راکښونکې زمزمې او آرام بخښونکې موسیقي تولیدوي او همداشان خوندور او ښادونکې صحنې او ځایونه د مومنانو لپاره په قرآن کښې بیان کړي دي. په غونډیو جوړ داسې ډیر ښایسته باغونه چې تصور یې هم نه شي کیدی او په کښې لګیدلي کټونه او تختونه چې په پراخو منظرو سره د جنتیانو خوشالي زیاتوي. دا ټول نعمتونه ابدي او تلپاتې دي.

د خدای ګران رسول(ص) په دې هکله فرمایلي دي:«کلّ نعیم زائل إلاّ نعیم أهل الجنّة… هر نعمت لره زوال او نابودي شته مګر د جنت د خاوندانو نعمتونه».

کو څیز چې په آخرت کښې د جنتیانو خوشالي زیاتوي او د هغوي مقام او منزلت اوج ته رسوي، پر مادي او معنوي نعمتونو سربیره دا دی چې خدای تعالی له هغوي راضي دی او هغوي هم له خدای پاک نه پوره راضي او خوشاله وي.

خو په ډیرې خواشینۍ سره او د ډیرو زیاتو زیري ورکونکو او ارامښت بخښونکو آیتونو سره سره، هغه کسان چې دښمني لري او حق ته غاړه نه ږدي، د هغوي په تورو زړونو د خدای تعالی آیتونه په یو داسې ګنده نالۍ باندې د باران په شان دي چې یوازې بوې یې پورته کوي. په دې وجه ضروري ده چې د قرآن مقدس اسماني کتاب، مشرکان د دوزخ د دردونکو او غمجنونکو عذابونو په بیانولو سره ګواښي او هغوي ته دوزخ داسې انځوروي چې شاید په زړونو یې اثر وکړي او هغوي له خپل زیل او خودسرۍ منع کړي او داشان له تیَرو څخه د رڼا او له سخت زړه توب نه د سعادت او نیکمرغۍ په لور هدایت شي.

په دې وجه د سوره صافات په ۶۲ مبارک آیت کښې فرمايي: «آیا دا تلپاتې نعمتونه چې د جنتیانو میلمستیا پرې کیږي، ښه دي که د زقوم کرکجنه ونه»؟

ځیني مفسران وايي «زقوم» د هغه بوټي یا ونې نوم دی چې وړې، ترخې او بدبوداره پاڼې لري او د حجاز په شان صحرايي سیمو کښې کیږي. دغه بوټی داسې ترخه شیره یا مایع لري چې که څرمن ولګي نو هغه پړسوي. کله چې د «زقوم» په هکله د سوره صافات ۶۲ مبارک آیت ناز شو او مشرکانو واوریده نو اول ابوجهل ځان په ناپوهۍ واچوه او د کومو خلکو په مینځ کښې چې ناست و، ویې ویل: دا ډول هیڅ ونه زمونږ په ټاټوبي کښې نه کیږي، په تاسو کښې چا ته د زقوم معنا معلومه ده؟

د افریقې یو کس چې هلته موجود و، د حاضرینو د توجه د ترلاسه کولو او د هغوي د لاخندولو لپاره وویل: «په افریقايي ژبه زقوم، د کوچو او خرما په معنا دی. ابوجهل چې په رسول ا... مبارک پورې د خندا او ملنډو ښه پلمه په لاس ورغلې وه، خپلې وینځې ته غږ کړ او ویې ویل: زمونږ لپاره زرترزره د زقوم د جوړولو مواد تیار کړه! لږ وروسته ابوجهل او ملګرو یې، د خرم یعنې کجورو او کوچو په سره ګډولو او خوړلو سره خندا کوله او په تمسخر یې ویل: محمد(ص) غواړي چې مونږ په دې خوندر خوراک وویروي.

قرآن کریم د زقوم د پيژندګلوۍ لپاره د هم دغې صافات سورې په ورپسې یعنې ۶۳ او ۶۴ آیتونو کښې وفرمایل: بيشکه چې مونږ دغه (ونه) د ظالمانو لپاره عذاب ګرځولې ده. بيشکه چې هغه داسې ونه ده چې د دوزخ په ويخ کښې راټوکیږي.

خو ابوجهل چې د حق د اوریدو لاره یې په ځان بنده کړې وه، په کبر سره یې وخندل او ویې ویل: «څنګه کیدې شي چې یوه ونه یا بوټی د دوزخ په ویخ کښې وشي؟  اور چرته او ونه او بوټی چرته؟

خو ابوجهل او نور مشرکان په دې نه پوهیدل چې د آخرت په نړۍ داسې اصول واکمن دي چې له دې نړۍ سره ډیر فرق لري. کوم بوټی او ونه چې د جهنم په بیخ کښې راټوکیږي، د جهنم په رنګ دی او د هغه ځاې په حالاتو کښې وده کوي. په دې وجه خدای تعالی د هغوي د ملنډو په ځواب کښې په ورپسې آیتِ شریف کښې وفرمایل: «د هغه (زقوم) غوټۍ د شیطانانو د سرونو په شان دي»!

په عربۍ ژبه «طَلع» معمولاً د خرما غوټۍ ته ویل کیږي چې شین رنګ پوستکی لري او دننه په کښې داسې سپین تارونه دي چې د خرما په ونا ظاهریږي او راخیژي. اوس ممکنه ده تاسو ته دا پوښتنه پیښه شي چې آیا خلکو د شیطانانو سرونه لیدلي وو چې قرآن ورسره، د «زقوم» غوټې تشبیه کوي؟

د قرآن مفسرانو د دې پوښتنې ګڼ ځوابونه بیان کړي دي. په یو ځواب کښې راغلي دي چې دا تشبیه، د هغې ونې د ډیرې بدرنګۍ او کرکجن والي د بیانولو لپاره ده ځکه چې انسان چې له کوم څیزه کرکه لري، د هغه لپاره په خپل ذهن کښې بدرنګه او ویرونکې څیره انځوروي او له کوم څیز سره چې مینه لري د هغه لپاره ښایسته او په زړه پورې څیره راولي. لکه څنګه چې خلک په هغونقاشیو کښې چې د فرښتو په هکله یې جوړوي، ترټولو ښایسته څیره طراحي کوي او د شیطانانو لپاره بدې څیرې جوړوي حال دا چې هیڅ فرښته یا دیو او شیطان چا نه دی لیدلی.

هو! دا ډول د سوره صافات له ۶۲ نه تر ۷۰ پورې آیتونه نازل شول او د دې دوزخي بوټي نورې نښې یې بیان کړې، فرمايي: ذلِکَ خَیْرٌ نُزُلاً أَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّومِ/إِنّا جَعَلْناها فِتْنَةً لِلظّالِمِینَ/ إِنَّها شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِی أَصْلِ الْجَحِیمِ / طَلْعُها کَأَنَّهُ رُؤُسُ الشَّیاطِینِ / فَإِنَّهُمْ لَآکِلُونَ مِنْها فَمالِؤُنَ مِنْهَا الْبُطُونَ / ثُمَّ إِنَّ لَهُمْ عَلَیْها لَشَوْباً مِنْ حَمِیم / ثُمَّ إِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَإِلَى الْجَحِیمِ / إِنَّهُمْ أَلْفَوْا آباءَهُمْ ضالِّینَ / فَهُمْ عَلى آثارِهِمْ یُهْرَعُونَ

«آیا دا (تلپاتې جنتي نعمتونه) غوره دي که د زقوم (کرکجنه) ونه؟/ مونږ هغه د ظالمانو د کړاؤ او رنځ سبب وګرځوله/ دا هغه ونه ده چې د دوزخ په ویخ کښې راخیژي/ د هغې غوټۍ د شیطانانو د سرونو په شان دي. هغوي(مجرمان) له دغې ونې څخه خوري او خیټې پرې ډکوي/ ورپسې خوسا بوې لرونکې تاودې اوبه څښي/ بیا د هغوي ستنیدل د دوزخ په لور دي/ ځکه چې هغوي خپل پلرونه ګمراه او بې لارې وموندل/ خو بیا هم په هغوي پسې ځغلي.

ګرانو مینه والو! لکه څنګه چې وینئ، خدای پاک د دې برخې په وروستیو آیتونو کښې په دې دردناکو عذابونو د دوزخیانو د ګیریدو اصلي وجه په دوو لنډو او معنادارو جملو کښې بیانوي او وايي: «هغوي ولیدل چې پلرونه یې بې لارې دي خو بیا هم بې اختیاره او په تیزۍ سره په هغوي پسې روانیږي».

یعنې هغوي د خپلو پلرونو په جاهلانه آیین باندې دومره ټینګار کوي چې ته به وایې خپل هیڅ واک او اراده نه لري او دا، د پلار نیکونو او پخوانیو خلکو په خرافاتو د هغوي زیات نه زیات تعصب او میئنوالي ته اشاره ده.

*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی