پر جنوبي لبنان د اسرائیل رژیم بې پیلوټه الوتکې برید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i167530-پر_جنوبي_لبنان_د_اسرائیل_رژیم_بې_پیلوټه_الوتکې_برید
پارس ټوډی ـ لبناني رسنیو راپور ورکړی چې د صهیونیسټ پوځ یوې بې پیلوټه الوتکې پر جنوب لبنان برید کړی دی.
(last modified 2025-11-22T09:27:05+00:00 )
Nov 22, 2025 13:54 Asia/Kabul
  • پر جنوبي لبنان د اسرائیل رژیم بې پیلوټه الوتکې برید

پارس ټوډی ـ لبناني رسنیو راپور ورکړی چې د صهیونیسټ پوځ یوې بې پیلوټه الوتکې پر جنوب لبنان برید کړی دی.

د «راصد» خبري شبکې ویلي چې یوې اسرائیلي بې پیلوټه الوتکې په «زوطر الشرقیه» کلي کې پر یو موټر دوه توغندي وتوغول.

د دې برید وروسته امبولانسونه سیمې ته واستول شول او لومړني راپورونه د خلکو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

اسرائیل د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه پر لبنان تېری پیل کړ، دوه میاشتې وروسته یې د امریکا په منځګړیتوب د نومبر ۲۷ اوربند لاسلیک کړ، خو دغه رژیم په دوامداره توګه یاد تړون نقض کړی دی.

د اوربند له مخې، اسرائیلي پوځونه باید په ۶۰ ورځو کې له جنوبي لبنان څخه وتلي وای، خو د نړیوالو قوانینو خلاف یې په پنځو ستراتیژیکو نقطو کې خپل پوځيان ساتلي دي.