د امام علی د ضربت دغمیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ
د تهران ریډیو درست کارکونکي د امام بزرګوار د ضربت د پيښې او شهادت په مناسبت درستو مینه والو ته یوځل بیا د زړه له کومې تسلیّت وائي.
د حضرت امام علی علیه السالم د شهادت د کلیزې د رارسیدا سره په یووخت د عراق دنجف اشرف ولایت د پولیسو ویندوي د هغه بزرګوار د زیارتوالو لپاره د هر ډول خدماتو او امنیتی تدبیرونو د بشپړتیا خبر ورکړی دی.
زمونږخبریال دایکنانیوز له قوله راپور راکړی، د نجف اشرف د پولیسو ویندوي وئیلي دي، د عراق د کورنیو چارو د وزیر په فرمان سره دغې قوماندانۍ د حضرت امام علی علیه السلام د شهادت د کلیزې د ځانګړو دستورو په باب ټوله خدماتي او امنیتی تدبیرونه او او د زیارتوالو دامنیت دتضمینولو لپاره هر څه بشبړ تیار کړي.
مفید سالم الطاهر ټينګار کړی دی، دغه طرحه اساسا د امیر المومنین د مرقد دامنیت پر تامینولو ، د کوفې ښار او د ولایت پر ټولو مذهبی ځایونو تمرکز کړ ی دی او دعراق الحشد الشعبی ځواک او د امام علی لښکر د امنیتی او استخباراتي ادارو ترڅنګ په دغه پلان کې ګډون کوي.
د ډګروال الطاهر په وینا، دغه پلان کې همداراز د نجف ولایت په صحرا کې ددغه ولایت دپولیسو وارمخکې اقدامات هم شامل دي چې د زیارتوالو د مناسبې فضا د تیارولو او دامنیت دتضمینولو او د امیر المومنین حرم ته د دوی په آسانۍ سره د لاس رسي د آسانولو او د بیرته ګرځیدا دامنیت په باب اقدامات پکې شامل دي .
د تهران ریډیو درست کارکونکي د امام بزرګوار د ضربت د پيښې او شهادت په مناسبت درستو مینه والو ته یوځل بیا د زړه له کومې تسلیّت وائي.