د حضرت بي بي فاطمةُ الزهرا (س) د شهادت تسلیت ومنئ
نن د ۱۴۴۶هجري قمري کال د جمادي الثاني ۳یمه چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د ډسمبر له ۵مې نېټې سره سمون خوري، د اسلام د ګران پیغمبر (ص) لور او د حضرت امام علي (ع) د ګرانې مېرمنې حضرت بي بي فاطمة الزهرا (س) د شهادت ورځ ده.
د اهل بیتو مینوال په جوماتونو، امام بارګاوو، مذهبي ځایونو په تېره بیا په مشهدمقدس کې د امام رضا (ع) او په قم کې د حضرت بي بي معصومه (س) په سپېڅلیو حرمونوکې د نبي اکرم د ګرانې لور د مظلومانه شهادت د ویر دستورې ترسره کوي.
حضرت بي بي فاطمة الزهرا (س) د بعثت د پنځم کال د جمادي الثاني په ۲۰ په مکې مکرمې کې دنیا ته سترګې رڼې کړې.
حضرت بي بي فاطمة الزهرا (س) له ماشومتوبه د نبي اکرم (ص) تر لارښوونو لاندې له لوړو الهي معارفو سره بلده شوه . بي بي فاطمة الزهرا (س) د خدای تعالی د درګاه له خواصو وه او د الهي علومو له سرچینې یې ډېره ګټه پورته کړه.
حضرت بي بي فاطمه الزهرا س په خپل ټول ژوند کې سخاوت، ایثار، بخښل، صبر، قناعت، د پالونکي عبادت او له کمزورو سره مرسته په بهترین شکل وکړه او د حضرت امام حسن مجتبی (ع) او حضرت امام حسین (ع) په څېر تاریخ جوړوونکي او ستر انسانان یې په خپله لمنه کې وروزل.
حضرت بي بي فاطمة الزهرا (س) له اتلس کاله ژوند وروسته د ۱۱ هجري قمري کال د جمادي الاول په ۱۳ او د یوه روایت په اساس د جمادي الثاني په درېیمه نېټه شهیده شوه.
د تهران راډیو او ټلویزیون اداره د حضرت بي بي فاطمة الزهرا (س ) د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو، آزادي غواړو په تېره بیا تاسو مینوالو ته تسلیت وړاندي کوي.