د حضرت امام حسن مجتبی (ع)د نېکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ
نن یکشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د کب د میاشتې ۱۷مه نېټه ده چې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې له ۱۵مې نېټې سره سمون خوري، د نړۍ د شیعیانو د دویم امام، حضرت امام حسن مجتبی (ع) د نېکمرغه زوکړې ورځ ده.
حضرت امام حسن مجتبی (ع) په مدینه منوره کې په همداسې ورځ کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. حضرت امام حسن مجتبی (ع) د حضرت علي ابن ابیطالب (ع) او د پیغمبر اکرم (ص) د ګرانې لور حضرت بي بي فاطمة الزهرا (س) لومړنی بچی وو چې خداوند تعالی دغو دو بزرګورانو ته عطا کړ.
حضرت علی ابن ابیطالب (ع) او د پیغمبر اکرم (ص) د ګرانې لور حضرت بي بي فاطمة الزهرا (س) د خپل بچي د زوکړې په لومړي ورځ هغه حضرت د خدای ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) خدمت ته یوړ، څو ورته نوم انتخاب کړي، پیغمبراکرم (ص) هم د خدای تعالی په حکم د هغه نوم حسن کېښود.
حضرت امام حسن مجتبی (ع) دا ویاړ درلود چی خپل اوه مبارک کلونه یې د خپل ګران نیکه نبي مکرم (ص) له مینې او مهربانۍ په ډک سیوري کې تېر کړل او هغه په دغه ګران بیه فرصت کې د پیغمبر اکرم (ص) د وجود له وړانګو ګټه پورته کړه او له هغه وروسته ۳ کاله د خپل ګران پلار حضرت امام علي (ع) ځېر شاګرد او ریښتونی ملګری وو.
د ایران راډیو او ټلویزیون اداره د ولایت د آسمان د دویم ځلانده ستوري حضرت امام حسن مجتبی (ع) د نېکمرغه زوکړي په مناسبت د اهل بیتو ټولو مینوالو، مسلمانانو، د نړۍ آزادي غواړو په تېره بیا تاسو ګرانو مینوالو ته د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي.