د حضرت احمد بن موسی شاهچراغ (ع) د درنښت ځانګړی پروګرام
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د حضرت شاهچراغ د درنښت په مناسبت له ځانګړی پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ،هیله د ه دا ستفادې وړ مو وګرځي.
دوستانو د اسلام د ګران پېغمبراکرم (ص) د اهل بیتو د کورنۍ د امامانو او امام زاده ګانو نوراني زيارتونه له ډېرې مودې راهيسې د زيارت او عبادت لپاره معنوي ځایونه دي. دا سپېڅلي ځايونه د زيارت، لمانځه، دعا او د بې ساري خالق سره د راز او نیاز غوره ځايونه دي او زيارت کوونکي او مينه وال، خپل زړونه د دغو لویانو او مشرانو په زيارتونو کې له ملکوت سره نښلوي. د حضرت احمد بن موسی نوراني زیارت چې په "سید السادات" او "شاه چراغ" مشهور دی، یو له دغو ځایونو څخه دی. احمد بن موسی د حضرت امام موسی کاظم (ع) زوی او د حضرت امام رضا (ع) ورور دی.
په دې ورځ د هغه په سپېڅلي زيارت کې نور او خوشحالي جوړېږي او د ولايت میه نوال دغه ځای ته ځانونه رسوي،څو د احمد بن موسی په زيارت کې د هغه ستر مقام ته درناوی وکړي. مونږ هم په دې ورځ د اهل بیتو له ګڼو میه نوالو سره خپل زړونه یو ځای کوو او حضرت احمد بن موسی ته سلام کوو او وایو: اې د خدای د پیغمبر اولاده!... ائ د امام زویه!ستاسو زیارت ته راغلی یم. څو ستاسو په وسيله لوي څښتن تعالى ته نږدې شم ... سلام دې وي پر تا اې احمد د موسى کاظم (ع) زویه!، سلام دې وي پر هغه چا چې په خپل قوم کې شريف ، په خپلوانو کې د قدر وړ او د خپلې شتمنۍ په ورکولو کې سخي وو او په خپل دین او شریعت کې پرهیزګاره وو، سلام دې وي پر هغه چا چې د علي ابن ابي طالب(ع) او د رسول الله (ص) له چانشینه ئې پیروي وکړه، نو د خدای په لاره کې ئې زر غلامان آزاد کړل او په اخلاص سره ئې د خدای عبادت په خپل دین کې ترسر ه کړ، تر هغه پورې چې په حقیقت پوه شو.
د احمد بن موسی مور چې د امام موسی کاظم (ع) ښځه او په "ام احمد" مشهوره وه، د خپل وخت یوه له نیکو، پاکو او باتقوا ښځو څخه وه. د ام احمد په اړه لیکل شوي، چې هغه د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام په نظر تر ټولو هوښیاره، پرهیزګاره او د عزت وړ ښځه وه. هغه د احمد، محمد او حمزه مور ده. د اووم امام له نسل څخه دغه درې اولادونه، د ولایت او امامت تر ټولو غوره مرستندویان وو او په دې نوراني لاره کې یې ډېرې هڅې او خدمتونه وکړل او بالاخره په شهادت ورسېدل.
بې له شکه، میّندې د خپلو ماشومانو په اخلاقي او معنوي پالنه کې مهم رول لوبوي. مونږ هم په تاریخ کې وینو چې ستر او با نفوذه انسانان د پاکو، متقي او هوښیارو میّندو په غیږ کې لوي شوي دي. حضرت احمد بن موسی هم د اووم امام له نسل څخه، د ام احمد په غیږې کې لوی شوی، چې د خپل وخت له سترو او سخي خلکو څخه شو.
شیخ مفید د شاهچراغ په اړه لیکي: "احمد بن موسی یو شریف، عزتمند او پرهیزګاره سړی وو، پلار ئې حضرت موسی کاظم (ع) له هغه سره مینه درلوده، خپل ملکیت یې ورته ورکړ او د هغه د سخاوت او زړورتیا ستاینه ئې وکړه." شیخ مفید همدارنګه وايي: احمد بن موسی (ع) یو نیک، پرهیزګار، محدث، سخاوتمند او د ستر عزت خاوند وو او له حضرت علي بن موسی الرضا علیه السلام څخه وروسته ئې، د خپل پلار په نزد تر ټولو لوړ مقام درلود.
په هغه وخت کې حضرت امام موسی کاظم (ع) او د هغه اولادونه او د اهل بیتو پلویان، د عباسي حکومت له سختو کړاوونو سره مخ وو. عباسيان چې د پېغمبراکرم (ص) د تره (عباس) له اولادې څخه وو، په قدرت او فساد کې ډوب وو او د اهل بيتو له کورنۍ سره يې له هېڅ چلول او ظلم څخه ډډه نه کوله. په تاريخ کي راغلي چي په هغه وخت کې عباسي دوره، له کلتوري اړخه له سخت زوال سره مخ وه، په حکومت کې ئې بې نظمي او ګډوډي خپل اوج ته رسېدلې وه.
دوي په ښکاره خلک فساد ته هڅول او د هغه لپاره یې زمینه برابروله. دوی خلک لهو و لعب،خوند اخیستو،شراب څښلو،قمار او له وینځو(کنیزانو) سره ناستې پاستې ته هڅول. د دوی په مقابل کې، د اهل بیتو کورنۍ وه چې خلک یې حقیقي اسلام ته رابلل او خلکو ته یې د سرلوړۍ او ژغورنې لارې ور وښودلې.
هغه رښتیني مسلمانان چې له اهل بیت علیهم السلام سره یې مینه درلوده، د عباسیانو له خوا ځورول کېدل، خو د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام شاګردانو او ځای ناستو د خلکو د لارښوونې لپاره له هر فرصته استفاده کوله. دوی په سخاوتمندانه چلند او د مسايلو په بيانولو سره، سمه لاره څرګندوله او زړونه يې د خدای له نور سره نښلول.
حضرت احمد بن موسی هم له هغو نفوذ لرونکو کسانو څخه وو چې په خپلو اعمالو او ویناوو سره یې زړونه د حقیقت رڼا ته جذبول. هغه د خدای په عبادت، پرهېزګارۍ، تقوا، عزت نفس او زړه ورتیا مشهور وو. دغه ستر شخصیت داسې وو چې د حضرت امام موسی کاظم (ع) له شهادته وروسته، زیات شمېر مسلمانان د امام په توګه له هغه سره د بیعت لپاره ورغلل. په دغې لیدنې کې د احمد بن موسی د تقوا او پرهېزګارۍ یوه ښکلې بېلګه څرګنده شوه.
ټول په جومات کې د حضرت امام موسی کاظم (ع)د زوی احمد بن موسی په شاوخوا کې راټول شول او د هارون الرشید په لاس د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام پر شهادت ئې ماتم وکړ. خلکو د احمد بن موسی د عظمت، د هغه د غوره شخصیت، عبادت او د دیني احکامو او قوانینو د خپراوي له امله او هغه درناوی چې د خپل پلار په نزد ئې درلود، داسې فکر کولو چې د خپل پلار له وفات وورسته، د هغه حضرت ځای ناستې او امام، د هغه زوی احمد دی.
له همدې امله يې له هغه سره د امام په توګه بيعت وکړ. احمد بن موسی هم د مدينې له خلکو څخه بيعت واخيست، خو ناڅاپه منبر ته ولاړ او په پوره فصاحت او بلاغت ئې يوه خطبه ولوستله او وفرمایل: لکه څنګه چې اوس تاسو ټول زما په بيعت کې ياست، زه هم په خپله د خپل ورور علي بن موسی الرضا (ع) په بیعت کې یم، پوهه شئ چې زما له پلار وروسته، زما ورور "علي" د خدای حقیقي امام او خليفه او ولي دی، د خدای او رسول (ص) له لورې، په ما او تاسو باندې واجب ده، چې د هغه بزرګوار اطاعت وکړو. بیا ئې حاضرینو ته د خپل ورور فضایل او لوړو صفات بیان کړل.
بیا له احمد سره د موجودو کسانو ډله امام رضا (ع) خوا ته ورغلل، ټولو له هغه امام سره د امامت او ځای ناستې بیعت وکړ. د احمد لوړ مقام او د خلکو منل، د دې لامل نه شول چې حقیقت پټ کړي او دوکه شي. هغه د تقوا او پرهیزګارۍ په وروستۍ مقام کې وو. هغه د هدایت د لمر په ښکاره کولو سره خلکو ته وښودله، چې هغه د امام موسی کاظم(ع) غوره اولاد او د الهي ولایت خادم دی. د دې پاکوالي په ليدلو سره، امام رضا (ع) د خپل ورور احمد لپاره دعا وکړه او وفرمايل: اې احمده!، څنګه چې دې حق پټ او ضايع نه کړ، خداى دې تاسو په دنيا او آخرت کې ضايع نه کړي.
د احمد بن موسی د ولایت له نورو څرګند و، له ولایت څخه دفاع او د امام رضا (ع) د مرستې لپاره د هغه په لور حرکت کول وو. په هغه وخت کې د امام رضا (ع) په سپیناوي سره،د حکومت چلونه او د منحرفو ډلو له خوا رامینځته شوي غلط افکار له مینځه تلل او خلک ورځ په ورځ له حقیقي اسلام سره ښه آشنا کېدل. د خدای حاکمیت خپرېدو او د عباسي خليفه ګانو او د غاصبو حکومت د بدې څېرې حقيقت روښانه کېدلو.
مامون چې ډېر هوښيار او حیله ګر وو، د مسلمانانو د قهر او غوصې د ختمولو او د خپل خلافت د ټينګښت په خاطر ئې خپله ولایتعهدي حضرت امام رضا (ع) ته وسپارله. د امام رضا د باطني لېوالتیا باوجود، امام رضا(ع) ئې له مدينې منورې څخه طوس (د ايران په شمال ختيځ کې مشهد ښار) ته ولېږدولو او د ولایتعهدۍ دندې ته یې اړ ایستلو.
حضرت احمد بن موسی (ع) هم په همدې کلونو (۱۹۸ تر ۲۰۳ هـ ق) کې له خپلو ورارو، خپلوانو او اهل تشّیع سره چې دوه یا درې زره تنه وو، له عراق څخه د طوس ښار ته ولاړ. هغوی چې له هر ښار او سیمې څخه تېرېدل، د هغوی د ملګرو شمېر ډېرېده،تردې چې ځینو مورخینو د احمد بن موسی (ع) د ملګرو شمېر شاوخوا پنځلس زره ښودلی دی. دوي له امام رضا (ع) سره د ملاقات اراده درلوده.
مامون چې له یوې خوا د حضرت امام رضا علیه السلام د ستر شخصیت او علمي او مذهبي مقام پر وړاندې په خپلو ټولو چلونو سره له کړکېچ سره مخ شوی وو او له بلې خوا ئې له هغه امام سره د خلکو ستره مینه او محبت لیدلو، د خپل موقعیت په اړه اندېښمن شو او امام رضا علیه السلام ئې په زهرو سره شهید کړ. بیا ئې د هغه د شهادت لپاره په منافقت سره ماتم وکړ. کله چې د احمد بن موسی له پنځلس زره مسلمانانو سره له حرکت څخه خبر شو، نو په وحشت سره ئې ټولو ښارونو ته اعلان وکړ،چې د دغه ستر کاروان د حرکت مخه ونيسي او امر ئې وکړ: هر چېرته چې د بني هاشمو کاروان مو پیدا کړ، د حرکت مخه ئې ونيسئ، يا يې مدينې ته واستوئ او يا يې ووژنئ.
داسې پېښ شول چې د احمد بن موسی کاروان د شېراز په ښار کې کلابند شو. په همدې وخت کې احمد بن موسی د خپل ورور امام رضا (ع) له شهادت څخه خبر شو او خپل ملګري ئې راغونډ کړل او وویل: د دوی موخه، د علي بن ابي طالب (ع) د اولادونو د وینې تویَول دي. ستاسو په مینځ کې هغه څوک چې غواړي بېرته وګرځي، یا که د تېښتې لاره پېژني، کولی شي لاړ شي، مګر زه له دې ظالمانو سره له مبارزې پرته بله چاره نه لرم. د احمد بن موسی (ع) ټولو وروڼو او ملګرو وویل چې د جهاد لپاره به د هغه ترڅنګ ولاړ وي.
هغه هم د هغوی لپاره دعا وکړه او وفرمایل: "نو ځانونه د مبارزې لپاره چمتو کړئ."هغوی له عباسي لښکرو سره په څو پړاوونو کې جګړه وکړه او دوي چې له ده او د هغه د ملګرو له زړورتيا سره د مقابلې توان ئې نه درلود، بالاخره په چل او حیله ګرۍ سره احمد بن موسی په شهادت ورساوه، ملګري ئې يا شهيدان شول او يا وتښتېدل او بالاخره د ظالم عباسيانو له خوا د ايران په مختلفو ځايونو کې شهيدان شول.
دوي همدارنګه دومره بې رحمه او متکبر وو چې حتی د احمد ابن موسی په سپېڅلي بدن ئې،کنډوالې هم ونړولې.د هغه پاک جسد له ډېرو کلونو وروسته وموندل شو او د هغه ملکوتي حرم جوړ او د پرښتوښکته کیدو او زیارت کوونکو د غونډیدو ځای ورګرځېد.
(سیماب)
*******************************************************************************************************************************************************