ولې غيرمسلمان پوهان د نَهجُ البَلاغې مينوال دي؟
پارس ټوډې - نَهجُ البَلاغه چې مانا يې «د بلاغت روښانه لاره» ده، د اسلام، اخلاقو، فلسفې او سياست د پېژندلو له مهمو سرچينو څخه ګڼل کېږي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، نَهجُ البَلاغه هغه کتاب دی چې پکې د اسلام د پيغمبر د وصي او ځای ناستي امام علي (ع) يو شمېر خطبې، ليکونه او لنډې جملې راټولې شوې دي. په خطبو او لنډو جملو کې داسې موضوعات لکه خدای پېژندنه، اخلاق، د نړۍ پېژندنه، د انسان طبيعت او د صالحو او ظالمو حکومتونو تحليل مطرح شوي دي. ليکونه بيا ډېر وخت د حکومتولۍ مسايلو او د مسؤلينو او خلکو ترمنځ اړيکو ته ځانګړي دي.
نَهجُ البَلاغه په بېلابېلو ژبو لکه فارسي، انګليسي، فرانسوي، اردو، ترکي استانبولي، هندي او تاجيکي ژباړل شوی او ډېرې شرحې پرې ليکل شوي دي. له مهمو عربي شرحو څخه د ابنابيالحديد او ابنميثم بحراني آثار يادولای شو او په فارسي ژبه کې د ناصر مکارم شيرازي اثر چې عنوان يې «پيام امام اميرالمؤمنين(ع)» دی، ځانګړی ځای لري.
د چاپ له صنعت مخکې، د نَهجُ البَلاغې سلګونه خطي نسخې جوړې شوې وې چې ترټولو پخوانی يې د ۴۶۹ هجري قمري کال پورې اړوند دی او په ايران کې د آيتالله مرعشي نجفي کتابتون کې ساتل کېږي. د چاپ له رواج وروسته، دا کتاب په بېلابېلو هېوادونو لکه ايران، مصر، لبنان، سوريه او قطر کې څو ځله خپور شوی دی.
د نَهجُ البَلاغې راټولوونکی سيد رضي، خپله اصلي هڅونه د ملګرو غوښتنې ته ځواب ورکول ښودلې چې د امام علي(ع) فصيح او بليغې خبرې راټولې کړي. هغه يوازې د امام د خبرو يوه برخه غوره کړې او له همدې امله يې نوم « نَهجُ البَلاغه » ايښودلی دی.
نَهجُ البَلاغه نه يوازې په اسلام کې اهميت لري، بلکې په فلسفي فکر کې هم اغېزمن دی. فرانسوي فيلسوف او شرقپوه پرفیسور هانري کربن، دا اثر د قرآن او د اسلام پيغمبر(ص) له احاديثو وروسته په لومړي درجه اهميت کې ځایوي او دا د شيعي فکر د مهمې سرچينې په توګه معرفي کوي.
مسيحي لبناني ليکوال جورج جرداق، چې د خپلې وينا له مخې يې نَهجُ البَلاغه له ۲۰۰ ځلو زياته لوستې، په خپله شپږ ټوکيزه مجموعه کې چې عنوان يې «الامام علي، صوت العدالة الانسانية» دی، دا کتاب د فکر، احساس او هنري ښکلا ډک اثر ګڼي چې ترڅو انسان شته، له هغه سره نه شلېدونکی تړاو لري.
د هند د عليګړ پوهنتون د ادبياتو استاد کرنيکو، نَهجُ البَلاغه «د قرآن کوچنی ورور» ګڼي او باور لري چې د دې اثر عظمت، له قرآن سره د پرتلې او سنجش امکان برابروي.