د مسلمانانو ستونزې الهي لارښوونو ته په ستنېدو سره حل کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i170838-د_مسلمانانو_ستونزې_الهي_لارښوونو_ته_په_ستنېدو_سره_حل_کېږي
پارس ټوډې - د یمن د انصارا....ولسی  غورځنګ مشر د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په خپل پیغام کې وویل؛ د اسلامي نړۍ د ستونزو یوازینۍ حل لاره  الهي لارښوونو ته بېرته ستنېدل دي.
(last modified 2026-02-17T21:57:08+00:00 )
Feb 18, 2026 02:23 Asia/Kabul
  • د مسلمانانو ستونزې الهي لارښوونو ته په ستنېدو سره حل کېږي

پارس ټوډې - د یمن د انصارا....ولسی  غورځنګ مشر د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په خپل پیغام کې وویل؛ د اسلامي نړۍ د ستونزو یوازینۍ حل لاره  الهي لارښوونو ته بېرته ستنېدل دي.

زمونږخبریال د  ایکنا له قوله راپور راکړ، د یمن د انصارا... غورځنګ مشر، سید عبدالملک بدرالدین الحوثی، د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په خپل پیغام کې وویل: د اسلامي امت د ستونزو او ننګونو حل لاره دا ده چې سمه لاره خپله کړو او په  الهي لارښوونو عمل وکړو.

هغه زیاته کړه: مونږ مسلمانان له بل هر وخته اوس ډېره اړتیا لرو چې د روژې د مبارکې میاشتې له برکتونو او روزنیزو اغېزو څخه په پوهاوي سره ګټه واخلو، څو خپل نفس تزکیه او زړونه پاک کړو.

الحوثي وویل: مونږ تر هر وخت ډېر د دغې مبارکې  او برکتناکې میاشتې مهمو لاسته راوړنو ته اړتیا لرو، په  تیره بیا  د ارادې قدرت ، صبر او ایماني انرژۍ ته، څو خپل ستر او سپېڅلي مسؤلیتونه ترسره کړئ شو؛ لکه د الهي ارزښتمنو لارښوونو او د هدایت د نور پر اساس  د عدل ټینګول، د خدای په لارې کې مبارزه، امر بالمعروف او نهی عن المنکرترسره کول.

هغه ټینګار وکړ چې باید د دې مبارکې میاشتې فرصت غنیمت وګڼو او خپل وخت ضایع نه کړو، ځکه دا ډېره ارزښتناکه او مهمه  میاشت ده.

د یمن انصارا... غورځنګ مشر زیاته کړه: هغه ننګونې او خطرې چې اسلامي امت ورسره مخ دی او هغه ناوړه موخې چې د امریکا او د اسراییلي رژیم په مشرۍ زورواکي قدرتونه ئې تعقیبوي، او هغه کړاؤ چې مظلوم ملتونه، په تیره بیا  د فلسطین مظلوم ولس، ورسره مخ دي، د اسلامي امت له الهي لارښوونو څخه د لېرې کېدو یوه پایله ده.

الحوثي وویل: اسلامي امت باید خدای ته رجوع وکړي، د الهي نصرت اسباب برابر کړي، د الهي نور او لارښوونو څخه هدایت واخلي او خدای ته پناه یوسي، څو د هغه له رحم او مرستې برخمن شي، ځکه  خداوندمتعال له پرهېزګارانو سره دی.