د رڼا سرچینې (۱۷۷) د نجوا منع کېدل
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۷۷م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د مجادلې د مبارکې سورې له ۸م څخه تر ۱۰م آیته پورې شأن نزول څېړو، نو هیله ده چې د خپرونې تر پایه له موږ سره و اوسئ.
په مدینه کې بېلابېلې قبیلې مېشتې وې. هرې یوې د خپلو ځانګړو دودونو او رواجونو له مخې ژوند کاوه، او همدې چارې د ټولنې د یووالي او همپالنې زمینه له منځه وړې وه. کله چې مسلمانانو له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ، نو نور دودونه او رواجونه هم مدني ټولنې ته داخل شول. البته هغوی، که انصار وو او که مهاجر، د اسلام په منلو سره د یو لړ ګډو عقیدوي آدابو او رواجونو خاوندان شول، خو هره ډله په بېلابېلو چاپېریالونو کې روزل شوې وه. هغوی په ډېرو اخلاقي او رفتاري چارو کې له یو بل سره توپیر درلود.
سربېره پر دې، د اَوس او خزرج د دوو لویو قبیلو ترمنځ، چې د مدینې له پخوانیو اوسېدونکو څخه شمېرل کېدل، ډېرې سیالۍ موجودې وې. د دغو سیالیو پایله، د دوی ترمنځ شخړې او خونړۍ جګړې وې. د خدای رسول (ص) د دې لپاره چې د انصارو او مهاجرینو ترمنځ، او په پایله کې د اوس او خزرج ترمنځ، د هر ډول احتمالي اختلاف او ناهماهنګۍ مخه ونیسي، د هغوی ترمنځ یې د ورورولۍ تړون رامنځته کړ. په دې کار سره د مسلمانانو سیاسي او معنوي یووالی پیاوړی شو او د کورنیو شخړو خطر تر ډېره حده له منځه ولاړ.
د مدینې ډېرو خلکو د اسلام دین ومانه او مسلمانان شول. خو یو شمېر نورو اسلام ونه مانه او لا هم مشرکان پاتې شول، او ځینې نور هم په ظاهره مسلمانان شول او د منافقانو په ډله کې شامل شول. سربېره پر دې، یو شمېر یهودیان هم په مدینه کې اوسېدل چې د خپلو دیني اصولو او رواجونو له مخې یې ژوند کاوه. د خدای رسول (ص) د یو واحد نظام د رامنځته کولو لپاره له هغوی سره د سولې او تعرض نه کولو تړون وکړ.
د دغه تړون له مخې، دواړو لورو ژمنه وکړه چې پر یو بل به تعرض نه کوي، او په هېڅ حالت کې به له یو بل سره جګړه نه کوي، د یو بل له دښمنانو سره به مرسته نه کوي، او که دښمنانو پر مدینې برید وکړ، نو د هغوی پر وړاندې به درېږي. د دې تړون په پایله کې، د مدینې چاپېریال په یوه خوندي او آرام ځای بدل شو او ډېرې اندېښنې له منځه ولاړې.
د مدینې ځینو مشرکانو، چې د رسول اکرم (ص) له هجرت مخکې یې له یهودیانو سره ښې اړیکې نه درلودې، د اسلام د کمزوري کولو او د رسول الله مبارک د پروګرامونو د ناکامولو په موخه، له یهودیانو سره خپل تګ راتګ بیا پیل کړ. هغوی د پټو او توطئهډولو اړیکو تر څنګ، د مسلمانانو د سپکاوي او ځورونې په نیت، په عامه ځایونو کې سره نږدې کېدل، ډېر صمیمي کېدل او په غوږونو کې به یې له یو بل سره خبرې کولې.
دا نجوا د مؤمنانو د غمجنولو لپاره وه. هغوی به د خپلو پټو خبرو پر مهال، تر سترګو لاندې مسلمانانو ته کتل. کله کله به د دوی تیزو او مانالرونکو کتنو مسلمانان وېرول. په ځانګړي ډول هغه کسان چې د کورنۍ ځینې غړي یې جګړې ته تللي وو، یا له مدینې څخه وتلي وو، لا ډېر وېرېدل. ځکه دوی به ګومان کاوه چې د هغوی عزیزانو ته کومه پېښه شوې ده او دوی ترې خبر نه دي. دا رواني جګړه، چې د مؤمنانو د غم او اندېښنې لامل کېده، د بهرني دښمن پر وړاندې له مبارزې څخه څو چنده سخته وه.
د مدینې منافقان، چې د دښمن د پنځمې ستنې رول یې ادا کاوه، د اوازو او دروغجنو خبرو په خپرولو سره، تل یې خلک په اندېښنې او اضطراب کې ساتل، او دا پټ چلندونه؛ یعنې په غوږونو کې خبرې کول او عجیب او مبهمې کتنې، همدې حالت ته لا زور ورکاوه.
اسلام له یوې خوا تهمت حرام بللی او له مؤمنانو یې غوښتي چې د یوه بل په اړه له بدګومانۍ څخه ځان وساتي، او که بدګوماني پیدا شي، هغې ته پاملرنه ونه کړي او پرې عمل ونه کړي، بلکې د مؤمن خبرې او کړنې په ښه او سمه مانا تعبیر کړي. له بلې خوا یې مؤمنانو ته امر کړی چې ځان د تهمت په معرض کې پرې نه ږدي او له هغو خبرو او کړنو څخه ډډه وکړي چې د بدګومانۍ سبب ګرځي، ترڅو د تهمت او افترا ښکار نه شي.
هغه څوک چې د دوو کسانو نجوا ته ګوري، په ځانګړي روحي او رواني حالت کې واقع کېږي او ځان د هغوی له مجلسه پردی او بېګانه احساسوي. له بلې خوا، بدګوماني په هغه کې ناوړه او بد فکرونه پیاوړي کوي؛ چې ګواکې دا دوه کسان یا غیبت کوي، یا تهمت وهي، یا کومه توطئه جوړوي، ځکه که داسې نه وای نو د دوی دې ډول چلند ته اړتیا نه وه!
له همدې امله د خدای رسول (ص) تل هغوی له دې کاره منع کول او فرمایل یې: «کله چې درې کسان یاست، نو له تاسو څخه دې دوه کسان له درېیم کس پرته نجوا نه کوي؛ ځکه دا کار درېیم کس غمجنوي.»
خو د رسول الله مبارک دې وینا د هغوی پر چلند اغېز ونه کړ او هغوی خپل ناوړه عمل ته دوام ورکړ. تر دې چې خدای تعالی خپل رسول ته وفرمایل:
أَ لَمْ تَرَ إِلَى الَّذِینَ نُهُوا عَنِ النَّجْوى ثُمَّ یَعُودُونَ لِما نُهُوا عَنْهُ وَ یَتَناجَوْنَ بِالْإِثْمِ وَ الْعُدْوانِ وَ مَعْصِیَةِ الرَّسُولِ:
«آیا تا هغه کسان (یعنې یهودیان او منافقان) ونه لیدل چې له نجوا او پټو خبرو څخه منع شوي وو، خو بیا هم بېرته هماغه کار ته ورګرځي او د ګناه، دښمنۍ او د رسول د مخالفت لپاره نجوا کوي؟»
دغو معاندو کسانو د خپلې رواني جګړې د دوام او بشپړولو لپاره، یو شمېر یهودیان د خدای د رسول (ص) حضور ته ولېږل. هغوی د «السلامُ علیکَ» (پر تا دې سلام وي) پر ځای «السامُ علیکَ» (پر تا دې مرګ وي) وویل. رسول الله مبارک هم په ځواب کې وفرمایل: «وعلیکم» (پر تاسو هم).
د رسول الله مبارک مېرمن، عایشه، چې هلته حاضره وه، له دې سپکاوي ډک چلند څخه ډېره خپه شوه او هغوی ته یې وویل: «د خدای مرګ او غضب دې پر تاسو وي!» رسول الله مبارک عایشې ته وفرمایل: «نرمي کوه او له سختۍ او بدو خبرو ډډه وکړه.»
عایشې وویل: «آیا نه اورې چې دوی وایي: پر تا دې مرګ وي؟!»
رسول الله مبارک وفرمایل: «آیا تا وانه ورېدل چې ما د دوی په ځواب کې وویل: وعلیکم؟»
د مجادلې سورت له ۸ تر ۱۰ آیتونو پورې د همدې دوو پورته کیسو په مناسبت نازل شوي او د خدای د رسول دښمنان (په هر وخت او زمانه کې) د دوزخ په عذاب ګواښي. دغه آیتونه داسې دي:
الَمْ تَرَ إِلَى الَّذِینَ نُهُوا عَنِ النَّجْوى ثُمَّ یَعُودُونَ لِما نُهُوا عَنْهُ وَ یَتَناجَوْنَ بِالْإِثْمِ وَ الْعُدْوانِ وَ مَعْصِیَةِ الرَّسُولِ وَ إِذا جاؤُکَ حَیَّوْکَ بِما لَمْ یُحَیِّکَ بِهِ اللّهُ وَ یَقُولُونَ فِی أَنْفُسِهِمْ لَوْ لا یُعَذِّبُنَا اللّهُ بِما نَقُولُ حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ یَصْلَوْنَها فَبِئْسَ الْمَصِیرُ /
یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِذا تَناجَیْتُمْ فَلاتَتَناجَوْا بِالْإِثْمِ وَ الْعُدْوانِ وَ مَعْصِیَةِ الرَّسُولِ وَ تَناجَوْا بِالْبِرِّ وَ التَّقْوى وَ اتَّقُوا اللّهَ الَّذِی إِلَیْهِ تُحْشَرُونَ /
إِنَّمَا النَّجْوى مِنَ الشَّیْطانِ لِیَحْزُنَ الَّذِینَ آمَنُوا وَ لَیْسَ بِضارِّهِمْ شَیْئاً إِلاّ بِإِذْنِ اللّهِ وَ عَلَى اللّهِ فَلْیَتَوَکَّلِ الْمُؤْمِنُونَ :
«آیا تا ونه لیدل هغه کسان چې له نجوا (په غوږونو کې له خبرو) منع شوي وو، خو بیا هم بېرته هماغه کار ته چې منع شوي وو ورګرځي او د ګناه، تېري او د رسول الله د نافرمانۍ لپاره نجوا کوي؟ او کله چې ستا حضور ته راځي، په داسې ډول درته سلام او هرکلی وایي چې خدای تعالی درته نه دی ویلی، او په خپلو زړونو کې وایي: “ولې خدای موږ د خپلو خبرو له امله نه عذابوي؟” د هغوی لپاره دوزخ بس دی، چې ورننوځي، او ډېر بد انجام دی! /
اې کسانو چې ایمان مو راوړی! کله چې نجوا کوئ، نو د ګناه، تېري او د خدای د رسول د نافرمانۍ لپاره نجوا مه کوئ، بلکې د نېک کار او تقوا لپاره نجوا وکړئ، او له هغه خدای څخه ووېرېږئ چې ټول به د هغه حضور ته راټولېږئ. /
نجوا یوازې د شیطان له لوري ده؛ هغه غواړي مؤمنان پرې غمجن کړي، خو د خدای له اجازې پرته هغوی ته هېڅ زیان نه شي رسولای؛ نو مؤمنان دې یوازې پر خدای توکل وکړي!»
د مجادلې سورت ۱۰م آیت په څرګنده توګه هغه نجوا چې د نورو د ځورولو سبب کېږي، نه یوازې جایز نه ګڼي، بلکې هغه یو شیطاني عمل معرفي کوي، چې موخه یې د مؤمنانو غمجنول دي.
البته باید په پام کې ونیول شي چې نجوا کول په هر ځای کې بده او ناوړه نه ده، بلکې کله ناکله همدا نجوا اړینه او ضروري وي؛ لکه «امر بالمعروف»، چې کله ناکله که په ښکاره توګه وشي، نو انسان د خلکو په منځ کې شرمېږي، او ښايي له همدې امله د هغې له منلو ډډه وکړي او مقاومت وښيي؛ خو که په آرامه او د نجوا په بڼه ورته وویل شي، نو په آسانه یې مني او قبلوي.
ژباړه: زماني