د رڼا سرچینې ـ ۱۸۳
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i175010-د_رڼا_سرچینې_ـ_۱۸۳
د هجرت د شپږم کال د ذوالقعدې په میاشت کې، د خدای رسول حضرت محمد صلی الله علیه و اله و سلم د عمرې د ادا کولو په نیت د مکې معظمې په لور روان شو. شاوخوا څوارلس سوه مسلمانان ورسره ملګري وو
(last modified 2026-07-08T11:44:18+00:00 )
Jul 08, 2026 14:41 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې  ـ ۱۸۳

د هجرت د شپږم کال د ذوالقعدې په میاشت کې، د خدای رسول حضرت محمد صلی الله علیه و اله و سلم د عمرې د ادا کولو په نیت د مکې معظمې په لور روان شو. شاوخوا څوارلس سوه مسلمانان ورسره ملګري وو

ټولو پر تن د احرام جامې وې او له تورو پرته یی، چې د مسافرو وسله ګڼل کېږي، له ځان سره هېڅ جنګي وسله نه لېږدوله. کله چی مکې ته  نږدې ورسېدل،  نوخبر شول چې قریشو پرېکړه کړې چې دوی دې سپېڅلي ښار ته له ننوتو او د حج له اعمالو له ترسره کولو منع کړي. دوی د "حدیبیه" په کلي کې ودرېدل. دلته د قریشو د کفارو لخوا استازي د پیغمبر صلی الله علیه و اله و سلم خدمت ته ورسېدل او هغه مبارک ټولو ته ټینګار کاوه چې د جګړې اراده نه لري او یوازې د خدای د کور د زیارت اراده لري.

د کفارو وروستی استازی، چې د قریشو د ویاند رول یې هم پر غاړه درلود، "سهیل بن عمرو" و. هغه "حدیبیې" ته راغی ترڅو له مسلمانانو سره د قریشو جوړجاړی اعلان کړي او ټینګار وکړي چې سږ کال، په هېڅ ډول د محمد صلی الله علیه و اله و سلم او د هغه د پیروانو لپاره "مکې" ته ننوتل ممکن نه دي. له ډېرو خبرو اترو وروسته، د سولې یو تړون چې د "صلح حدیبیه" په نامه مشهور شو، لاسلیک شو چې پکې پرېکړه وشوه چې دواړه خواوې به لس کاله جګړه پرېږدي، همدا راز که له  "قریشو" کس مسلمانانو ته پناه یوسي، هغه به بېرته ور وګرځوي، خو که له مسلمانانو قریشو ته څوک پناه یوسي، قریش ژمن نه دي چې هغه بېرته وګرځوي. ټولې  قبیلې ازادې دي، هر څوک چې غواړي، کولای شي د "محمد صلی الله علیه واله و سلم" په تړون کې ورګډ شي، او هر څوک چې غواړي د قریشو په تړون کې ورګډ شي. پدې کار کې هېڅ محدودیت نشته.

دواړه خواوې ژمني  دي: چې یو بل سره به خیانت نه کوي او د یو بل جان او مال به محترم  ګڼي. سربېره پر دې، پرېکړه وشوه چې مسلمانان به راتلونکی کال "مکې" ته راځي، په دې شرط چې له دریو ورځو زیات پاتې نه شي، او له ځان سره له مسافرتي وسلې پرته بله وسله نه راوړي.

د مسلمانانو یوه ډله له دې تړونه او په ځانګړې توګه له هغه بند چې باید پناه غوښتونکي قریشو ته وسپاري، ناراضه او حیرانه وه. په همدې حال او شرایطو کې، ناڅاپه یې یو سړی تر نظر شو چې ستړی او نالان، په پښو کې په ځنځیرونو تړلی، د دوی خوا ته را روان و. هغه "ابوجندل بن سهیل" و چې د خدای د رسول صلی الله علیه و اله و سلم حدیبیې ته د ورتګ په اورېدو سره، له زندانه په تړښتونو او ځنځیرونو کې تښتېدلی و او اوس له مسلمانانو مرسته او پناه غواړي. هغه په زړه سواندې حالت کې، د خدای رسول ته په خطاب کې وویل: څه موده وړاندې ما د قرآن ځينې آیتونه واورېدل، ما اسلام راوړ او له قریشو مې پټ ساته، خو بالاخره هغوی زما پر مسلمانېدو او د بت پرستۍ له آیینه زما پر وتلو خبر شول او زما ځورول  یی پیل کړل  څو ځله مې هڅه وکړه چې تاسو ته هجرت وکړم خو راته یې لار بنده کړه، اوس چې په کوم حال کې یم، وېرېږم چې په خپل دین کې د ضعف او سستۍ ښکار نه شم، له تاسو غواړم چې ما هم له مسلمانانو سره مدینې ته بوځئ ترڅو د مهاجرینو په صف کې راشم او د خدای په لار کې جهاد وکړم.

"سهیل بن عمرو" دا صحنه په لیدو سخت په غوسه شو، او پیغمبر صلی الله علیه واله و سلم ته یې مخ واړاوه او ویې ویل: "ای محمده! مخکې له دې چې زما زوی ابوجندل تاته پناه راوړي، زموږ تړون لاسلیک شوی و او اوس د هغه مکې ته د بېرته وړلو لپاره هېڅ خنډ نشته، که زما زوی دې کار ته راضي وي او که نه، باید مکې ته واپس شي." د خدای رسول صلی الله علیه واله و سلم په ناراحتۍ سره سهیل ته وفرمایل: رښتیا وایې او ته په خپل کار کې ازاد یې، بیا یې ابوجندل ته په خطاب کې وفرمایل: "صبر کوه او خپل اجر له خدایه وغواړه. خدای به ډېر ژر تاته او ستا د ملګرو لپاره آسانتیا راولي". سهیل له دې خبرې نور هم په قهر شو، د خپل زوی لمن یې راکش کړه او هغه یې په کاږلو کاږلو د مکې په لور بوتلو.

له دې جوړجاړي لږ وروسته، "سُبَیْعه د حارث اسلمي لور" مسلمانه شوه او مسلمانانو ته راغله. د هغې خاوند چې "سافر" نومېده او د بني محزوم له قبیلې و، خپله ښځه بېرته واپس ترلاسه کولو لپاره د خدای رسول صلی الله علیه و اله و سلم ته راغی او ویې ویل: یا محمده! زموږ ترمنځ له  تړون سره سم، زما ښځه ماته واپس راکړه. پیغمبر صلی الله علیه واله و سلم ورته وفرمایل : په تړون کې دا راغلي دي، چې که له دواړو خواوو څخه یو سړی بل لوري ته ورګډ شي نو باید داسې عمل وشي، او په تړون کې د ښځو په اړه څه نه دي راغلي. په همدې حال کې د سورة ممتحنة ۱۰ آیت نازل شو او امر یې وکړ چې مهاجرې ښځې وازمويي ترڅو معلومه شي چې په کوم نیت له مکې تښتېدلې او مسلمانانو ته ورغلې دي. "سُبَیْعې" هم قسم یاد کړ چې د کینې له مخې له خپل خاوند سره مسلمانانو ته نه ده راغلې او په بل چا مینه هم نه ده شوې، بلکې یوازې د اسلام د غوښتنې له امله دې هجرت ته اړه شوې ده. پیغمبر صلی الله علیه واله و سلم د هغې د مهر د ورکړې سربېره، د سفر لګښتونه هم ورکړل. څه موده وروسته سُبَیْعَه د یمن د اوسېدونکو پارسي الاصله "سعد بن خولې" سره واده وکړ.

خدای تعالی د ممتحنة سورت په ۱۰ او ۱۱ آیتونو کې فرمایي: یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِذا جاءَکُمُ الْمُؤْمِناتُ مُهاجِرات فَامْتَحِنُوهُنَّ اللّهُ أَعْلَمُ بِإِیمانِهِنَّ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنات فَلا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْکُفّارِ لا هُنَّ حِلٌّ لَهُمْ وَ لا هُمْ یَحِلُّونَ لَهُنَّ وَ آتُوهُمْ ما أَنْفَقُوا وَ لا جُناحَ عَلَیْکُمْ أَنْ تَنْکِحُوهُنَّ إِذا آتَیْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَ لا تُمْسِکُوا بِعِصَمِ الْکَوافِرِ وَ سْئَلُوا ما أَنْفَقْتُمْ وَ لْیَسْئَلُوا ما أَنْفَقُوا ذلِکُمْ حُکْمُ اللّهِ یَحْکُمُ بَیْنَکُمْ وَ اللّهُ عَلِیمٌ حَکِیمٌ

/ وَ إِنْ فاتَکُمْ شَیْءٌ مِنْ أَزْواجِکُمْ إِلَى الْکُفّارِ فَعاقَبْتُمْ فَآتُوا الَّذِینَ ذَهَبَتْ أَزْواجُهُمْ مِثْلَ ما أَنْفَقُوا وَ اتَّقُوا اللّهَ الَّذِی أَنْتُمْ بِهِ مُؤْمِنُونَ:

ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! کله چې ستاسو په وړاندې مومنه ښځې هجرت کوونکې راشي، نو هغوی وازمویئ (د هجرت او ایمان په اړه یې وپلټئ او د ازموینې پربنسټ بسنه وکړئ چې) خدای د هغوی پر ایمان ښه پوه دی. نو که چېرې مو هغوی مومنانې وپېژندلې، نو هغوی کافرانو ته مه ورګرځوئ؛ نه مومنه ښځې کافر نارینه وو ته حلالې دي او نه کافران د مومنانو ښځو ته، ځکه چې د دوی ترمنځ د واده تړون پرې شوی دی; او باید چې (مسلمانان) د دوی خاوندانو ته هغه څه ورکړي چې د مهر په توګه یې لګولي دي. او پر تاسو باندې ګناه نشته چې له دغو ښځو سره واده وکړئ، په دې شرط چې د دوی مهرونه ورکړئ. تاسو له اسلام راوړو وروسته باید خپلې کافرې ښځې په نکاح کې ونه ساتئ. او که ستاسو ښځه کافرانو ته واوښته، نو (کله چې غنیمت ترلاسه کړئ) هغه مهر له هغوی (کافرانو) وغواړئ چې خپلو ښځو ته مو ورکړی و، او کافران هم حق لري چې که د دوی ښځې تاسو ته واوښتې، د هغوی مهر له تاسو وغواړي. دا د خدای حکم دی چې ستاسو ترمنځ فیصله کوي او خدای ښه پوه او ښه حکمت والا دی.

/ او که چېرې ستاسو ښځې کافرانو ته د ورتګ له امله، کوم مهر چې ستاسو د ښځو دی درڅخه ووت (او له غوښتلو سره سره یې تاسو ته درنه کړ)، بیا چې کله له هغوی سره په جګړه کې ښکېل شئ او غنیمت مو ترلاسه کړ، نو هغو کسانو ته چې ښځې یې کافرانو ته تللې دي، له  هغه غنیمت څخه د هغه څه په اندازه ورکړئ چې د مهر په توګه یې لګولي وو. او له هغه خدایه ووېرېږئ چې تاسو پرې ایمان لرئ (او د هغه احکام او حدود مراعات کړئ).

دا آیتونه اسلام کې د عدالت اصل ته د پاملرنې ښکارندوی دي چې حتي  د بحرانونو په وخت کې هم هڅه کوي چې هېچا ته،حتي  کافرانو ته هم، زیان ونه رسېږي. دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې دود دادی چې په بحرانونو او غیر عادي شرایطو کې هېڅوک بل ته هېڅ حق نه قایلېږي او هر ډول ګډوډي باید وزغمل شي. قرآن وایي حتي په سختو شرایطو کې باید هڅه وشي چې د چا حق ضایع نشي، نه یوازې د دوستانو، که دښمنان هم حق ولري، باید مراعات شي.

 

 

.