هندوستان نیوزلینډ ته په درېیمه شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/sport-i127258-هندوستان_نیوزلینډ_ته_په_درېیمه_شل_اوریزه_لوبه_کې_ماتې_ورکړه
د هندوستان په کوربتوب د نیوزلینډ او هند ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو وروستۍ لوبه تېره ورځ ترسره شوه چې په کې هند نیوزلینډ ته په ۱۶۸ منډو ماتې ورکړه او د درې لوبو سریز یې دوه ـ یو پخپل نوم پای ته ورساوه.
(last modified 2023-02-02T07:37:00+00:00 )
Feb 02, 2023 12:05 Asia/Kabul
  • هندوستان نیوزلینډ ته په درېیمه شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه

د هندوستان په کوربتوب د نیوزلینډ او هند ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو وروستۍ لوبه تېره ورځ ترسره شوه چې په کې هند نیوزلینډ ته په ۱۶۸ منډو ماتې ورکړه او د درې لوبو سریز یې دوه ـ یو پخپل نوم پای ته ورساوه.

د هندوستان په کوربتوب د نیوزلینډ او هند ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو وروستۍ لوبه تېره ورځ ترسره شوه چې په کې هند نیوزلینډ ته په ۱۶۸ منډو ماتې ورکړه او د درې لوبو سریز یې دوه ـ یو پخپل نوم پای ته ورساوه.

د تېرې ورځې په لوبه کې هندوستان لومړی توپ وهنه وکړه او په شل اورونو کې یې د اوپنر شبنم ګیل د چټکې سلیزې په وهلو سره میلمه لوبډلې ته د ۲۳۵ منډو لوړ هدف وټاکه.

د نیوزلینډ لوبډله نه یواځې د یاد هدف په پوره کولو بریالۍ نشوه، بلکې ټوله لوبډله یې په ۱۳م اور کې د شپږ شپیته منډو په ترسره کولو سره وسوزیده او په دې سره یې هند ته په ۱۶۸ منډو ماتې ومنله.