افغانستان په باسکټبال لوبه کې کویټ ته ماتې ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/sport-i132552-افغانستان_په_باسکټبال_لوبه_کې_کویټ_ته_ماتې_ورکړه
د افغانستان د باسکټبال وېلچر ملي لوبډلې په تایلېنډ کې د اسیايي سیالیو په لومړۍ لوبه کې خپلې سیالې کوېټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
(last modified 2023-05-08T09:32:19+00:00 )
May 08, 2023 13:58 Asia/Kabul
  • افغانستان په باسکټبال لوبه کې کویټ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د باسکټبال وېلچر ملي لوبډلې په تایلېنډ کې د اسیايي سیالیو په لومړۍ لوبه کې خپلې سیالې کوېټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغانستان په باسکټبال لوبه کې کویټ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د باسکټبال وېلچر ملي لوبډلې په تایلېنډ کې د اسیايي سیالیو په لومړۍ لوبه کې خپلې سیالې کوېټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د هېواد د باسکټبال ویلچر ملي لوبډلې لوبډلمشر شکرالله ځیرک وايي، افغان لوبډلې خپل سیال کویټ ته د ۷۱ پر ۴۸ ستر توپیر ماته ورکړه.

ټاکل شوې افغان لوبغاړي سبا د دې سیالیو په دویمه لوبه کې د هانګ کانګ پر وړاندې لوبه وکړي.

د تايلېنډ اسيايي سيالۍ د افغانستان د معلولانو لوبډلې په ګډون د نهو هېوادونو تر منځ د سياليو په مهالوېش کې تر لږ له بدلون وروسته پيل شوې دي.