نن زمبابوې او سکاټلنډ لوبه ترسره کوي
Jul 04, 2023 11:08 Asia/Kabul
د ۲۰۲۳ میلادي کال د نړیوال جام د سوپرسیکس پړاو په سیالیو کې سکاټلنډ او زمبابوې لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، په دغه پړاو سیالیو کې تر اوسه سریلانکا خپلې څلور واړه لوبې ګټلې او د جدول په لومړي سر کې ځای لري.
زمبابوې بیا په دویم او سکاټلنډ په درېیم مقام کې ځای لري.
د یادو سیالیو پر دوام تېره ورځ نیدرلنډ لوبډلې عمان ته ماتې ورکړه.
له دغو لوبډلو به یوازې دوې لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیدا کوي، چې تر اوسه سریلانکا لوبډله بریالۍ ښکاري.
ټیګونه