اسيايي ټیل ټينس سياليو لپاره د دوو ايراني ښځينه ريفريانو ټاکل
https://parstoday.ir/ps/news/sport-i147558-اسيايي_ټیل_ټينس_سياليو_لپاره_د_دوو_ايراني_ښځينه_ريفريانو_ټاکل
د اسیا په میز یا ټیل ټینس لوبې فدراسیون ATTU  په قزاقستان کې د اسیا د لویانو د قهرمانیو په سیالیو کې د دوه ایراني ښځینه ریفریانو له ټاکلو خبر ورکړ.
(last modified 2024-03-12T13:19:04+00:00 )
Mar 12, 2024 17:47 Asia/Kabul
  •  اسيايي ټیل ټينس سياليو لپاره د دوو ايراني ښځينه ريفريانو ټاکل

د اسیا په میز یا ټیل ټینس لوبې فدراسیون ATTU  په قزاقستان کې د اسیا د لویانو د قهرمانیو په سیالیو کې د دوه ایراني ښځینه ریفریانو له ټاکلو خبر ورکړ.

د دغه اعلان له مخې؛ سیمین رضایي او نصیبه دلیر هروي په قزاقستان کې د میز پر سر د ټیسن لوبې د مشرې ریفرۍ او مرستیالې ریفرۍ به توګه ټاکل شوي دي.

سيمين رضايي" د اولمپيک او نړيوال جام په څېر د ګڼ شمېر مهمو لوبو د ریفریتوب ریکارډ لري.

نصیبه دلیر هروي هم په نړیوال جام، اسیاسي لوبو او د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې د ریفریتوب دندې ترسره کړي دي.

د اسيايي لویانو سياليو د ټيبل ټينس سيالۍ د نارينه او ښځينه دواړو په څانګو کې د ٢٠١٣ کال د اکتوبر له ١٤مې نېټې څخه تر ٢٢مې نېټې پورې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې ترسره کېږي.

همدارنګه د اسيا د کنفدراسيون له خوا، دلير هروي د عراق په سليمانيه ښار کې د لويديځې اسيا د کواليفاي ټورنمنټ د مدير په توګه او همدارنګه د لويديځې اسيا د ځوانانو د کواليفاي ټورنمنټ چې د عراق په کوربه توب ترسره کېږي، د مدير په توګه وټاکل شو.