په ټوله امریکا کې د ډیزلو لپاره د نوې قیمت ثبتېدل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i178594-په_ټوله_امریکا_کې_د_ډیزلو_لپاره_د_نوې_قیمت_ثبتېدل
پارس تودی- په ټوله امریکا کې د ډیزلو قیمت خپل تر ټولو وروستي حد ته رسېدلی دی.
(last modified 2026-09-23T06:19:56+00:00 )
Sep 23, 2026 10:48 Asia/Kabul
  • په ټوله امریکا کې د ډیزلو لپاره د نوې قیمت ثبتېدل
    په ټوله امریکا کې د ډیزلو لپاره د نوې قیمت ثبتېدل

پارس تودی- په ټوله امریکا کې د ډیزلو قیمت خپل تر ټولو وروستي حد ته رسېدلی دی.

د پارس تودی له راپور سره سم، د سي ان ان خبري چېنل په یوه راپور کې اعلان وکړ: په لوېدیځه اسیا کې د نښتو د امله د تامین په برخه کې د ناخوالو د دوام د امله، په ټوله امریکا کې د ډیزلو قېمت خپل تر ټولو  وروستي حد ته لوړ شوی دی، په داسي ډول چي په روان کال کې د سوونګو په قیمت کې ۸۳ سلنه زیاتوالې راغلی دی او په یوه کال کې په تاریخ کې تر ټولو د ګران قیمت د ثبتولو په لور روان دی.

د دې راپور له مخې، ټګزاس له ټولو زیات زیانمن شوی دی او په دې ایالت کې په ټولو لګښتونو کې ۸۷ سلنه زیاتوالې راغلې ده او اوس ټرمپ د جمهوري پالانو له خوا تر فشار لاندې دی څو د امریکا ملګرو هیوادونو ته د ډېزلو صادرات بند کړي.

بقائي: له امریکایانو سره خبرې د قطري مینځګړو په وسیله تر سره شوې