اسټرالیا یو ځل بیا د ایرانیو پړانګانو  پر وړاندې ماتې وخوړه
https://parstoday.ir/ps/news/sport-i169922-اسټرالیا_یو_ځل_بیا_د_ایرانیو_پړانګانو_پر_وړاندې_ماتې_وخوړه
پارس ټوډې – د ایران د نارینه‌وو د هنډبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د آسیا د نارینه‌وو د هندبال اتلولۍ سیالیو په ترڅ کې، د دوهم ځل لپاره  د استرالیا لوبډلې ته  ماته ورکړل شوه.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 24, 2026 12:02 Asia/Kabul
  • ایراني یخ‌خېژونکي
    ایراني یخ‌خېژونکي

پارس ټوډې – د ایران د نارینه‌وو د هنډبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د آسیا د نارینه‌وو د هندبال اتلولۍ سیالیو په ترڅ کې، د دوهم ځل لپاره  د استرالیا لوبډلې ته  ماته ورکړل شوه.

د ۲۰۲۶ کال د آسیا د نارینه‌وو د هنډبال د اتلولۍ د دوه‌ویشتم پړاو سیالیو په دوام، چې کوربتوب ئې کوېت کوي، د ایران د نارینه‌وو د هنډبال ملي لوبډله د دوهم ځل لپاره په دغو سیالیو کې د اسټرالیا له لوبډلې سره مخ شوه او یو ځل بیا ئې دغه لوبډله ماته کړه. د

 پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران ملي لوبغاړو چې د ګروپي پړاو په سیالیو کې ئې هم اسټرالیا ته د ۳۹–۱۳ په پایله کې ماتې ورکړې وه، په دې لوبې کې ئې  خپل سیال ته د ۳۷–۱۷ په پایله کې ماتې ورکړل شوه.

د ایران د نارینه‌وو د هندبال لوبډله به د یکشنبې په ورځ، یعني د سلواغې  د میاشتې په ۵، د مازیګر له ۱۷:۳۰ بجو څخه د چین له لوبډلې سره مخ شي. ایران د ۲۰۲۶ کال د آسیا د نارینه‌وو د هنډبال د اتلولۍ په لومړي پړاو کې په داسې ګروپ کې شامل وو  چې سعودي عربستان، جاپان او استرالیا پکې وو، او د ګروپ د دریم مقام په ترلاسه کولو سره ئې په دې سیالیو کې خپل بهیر ته دوام ورکړی دی.

 

پر یخ‌ختونکو د نړیوال جام لومړی او دویم مقام د ایرانيو لوبغاړو په نوم

د ۲۰۲۶ کال د موسم د یخ‌ ختنې  د نړیوال جام د دوهم پړاو سیالیو په ترڅ کې، ایرانيو  لوبغاړو لومړی او دویم مقامونه خپل کړل. دا سیالۍ د سویس په  ساس‌في ښار کې ترسره شوې او د  چټکتیا په مادې کې د نړۍ د غوره یخ‌ختونکو په شمول  سیالۍ تعقیب شوې.

د سیالیو په پاي کې، د ایران استازي محمدرضا صفدریان په پیاوړي او برلاسي فعالیت سره لومړی مقام خپل کړ او د سرو زرو مډال ئې وګاټه. محسن بهشتي، د ایران بل استازي، هم تر فاینل پورې له  رسېدو وروسته دویم مقام ترلاسه کړ او د سپینو زرو مډال ئې واخیست. د ښځو په برخې کې، مهین خلیلي د نړۍ په کچه لسم مقام خپل کړ.

صفدریان او بهشتي د ۲۰۲۶ کال د فصل د یخ‌ختنې د نړیوال جام په لومړي پړاو کې، چې کوربتوب یې جنوبي کوریا کاوه، هم لومړی او دویم مقامونه ترلاسه کړي وو.