-
خبرونه | ولایتی: په غزه کې د اوربند له خلاف ورزۍ د ټرمپ هدف اقتصادي دی / د ماسکو او بیجینګ ترمنځ د اقتصادي همکارۍ پراختیا
Nov 01, 2025 08:29پارس ټوډې - د نړیوالو چارو په اړه د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار په غزه کې د صهیونیسټ رژیم لخوا له اوربنده د سرغړونې په ردولو کې د امریکا د ولسمشر هدف اقتصادي وباله.
-
نعیم قاسم: مقاومت د لبنان د قدرت سرچینه ده او باید وساتل شي
Nov 01, 2025 08:18پارس ټوډې- د لبنان د حزب الله عمومي مشر ټینګار کړ: امریکا ادعا کوي چې د لبنان د ستونزې د حل په لټه کې دی، مګر دا هېوادبې پرې او سم منځګړی نه دی، بلکې له صهیونیسټي رژیم سره په اشغالګرۍ او تیري کې شریک دی.
-
د امریکا د خزانې وزارت مرستیال د ایران په اړه د خبرو لپاره مینځني ختیځ ته ورځي
Nov 01, 2025 07:50ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د خزانې وزارت وویل چې د مالي اطلاعاتو او د ترهګرۍ په چارو کښې د دغه وزارت مرستیال «جان کی هرلي» د ایران په هحکله د مشورې لپاره مینځني ختیځ ته ورځي.
-
امریکا اوکراین ته د لرواټنه ټوماهاک توغندیو ورکول تصویب کړ
Nov 01, 2025 06:56زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا دفاع وزارت اوکراین ته د لرواټنه ټوماهاک توغندي د ورکولو کار تصویب کړی دی.
-
ایا د لبنان پوځ له صهیونیسټ رژیم سره د جګړې لپاره چمتو دی؟
Oct 31, 2025 09:43پارس ټوډې - د اسراییلو د پوځي یرغل په جریان کې په بلیدا کې د ښاروالۍ د یوه کارکوونکي له شهادت وروسته، د لبنان ولسمشر په یوه بې ساري اقدام کې پوځ ته امر وکړ چې د اسراییلو له هر ډول نفوذ سره مقابله وکړي.
-
د ایران او عمان د ستراتیژیکو مشورو کمیټې یوولسمه غونډه په مسقط کې ترسره شوه.
Oct 31, 2025 08:45د ایران اسلامي جمهوریت او عمان ترمنځ د ستراتیژیکو مشورو کمیټې یوولسمه غونډه، چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي او د عمان د هرنیو چارو د وزیر د سیاسي مرستیال شیخ خلیفه بن علي الحارثي په مشرۍ ترسره شوه
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: امریکا په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه اټومي پراختیا ګره ده
Oct 31, 2025 08:11پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اټومي وسلو د ازموینې د بیا پیلولو د امر په ځواب کې وویل: امریکا په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه اټوميپراختیا ګره ده
-
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د استانبول خبرې ولې ناکامې شوې؟
Oct 30, 2025 11:13پارس ټوډې - په استانبول کې د څلورو ورځو خبرو اترو په بهیرکې، پاکستان او افغان طالبان د ټي ټي پي د کنټرول په اړه یوې موافقې ته ونه رسیدل؛ اسلام آباد د عملي تضمینونو د نشتوالي او د کابل لخوا د وسله والو په اړه د ناکافي کنټرول په اړه شکایت وکړ، پداسې حال کې چې د سرحدي نښتو زیاتوالي او د نړیوال څارنې میکانیزم نشتوالي دا بندون لا پسې ژور کړ او په سیمه کې یې د پراخ پوځي اقدام سیوری وغورځاوه.
-
د ټرمپ او شي کتنه ؛ ایا د امریکا او چین تجارتي جګړه به پای ته ورسیږي؟
Oct 30, 2025 10:50پارس ټوډې – په جنوبي کوریا کې د APEC سرمشریزې په څنډه کې، د امریکا او چین ولسمشرانو په شپږو کلونو کې د لومړي ځل لپاره سره ولیدل او ځینوموافقو ته ورسیدل، خو د کاناډا په وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ بدلیدونکي چلند د دې سوداګریز اوربند دوام تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
-
د امریکا دوه مخې سیاست؛ د بشري حقونو د ملاتړ ادعا کوونکی یا د اشغالګرۍ ملاتړی؟
Oct 30, 2025 09:53پارس ټودی- انګلیسي خپرونې میدلایستآی په یوه یادښت کې د واشنګټن له خوا د اسرائیل رژیم د لویدیځې غاړې الحاق پلان سره د مخالفت په اړه لیکلي: «امریکا ښکاري چې له الحاق سره مخالف دی او په حقیقت کې، یوازې یې ځنډوي او عرب متحدین یې هم ښکاري چې دا باور لري».