وطن او کډوالي؛ د هیلې، پولې او ورکېدو کیسه(21)
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د وطن او کډوالۍ نومې لړۍ له نننی یویشتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله دغه مطلب هم د تیرو مطلبونو په څیر ستاسو د خوښې وړ وګرځي او خوند ترې واخلئ ، نو راسره ملتیا وکړئ. د
قدرمنو دوستانو د کډوالو کیمپونه په عمل کې په اوږدمهال هستوګنځایونو بدل شوي دي؛ له ټولنیزو، روغتیائي اونفسیاتي بحرانونو سره فضاګانې چې په یوه معنا کور بلل کیږی. دا ځایونه، د بیرته ستنیدو او بیا رغونې پرانیستي لارې نه دي پاتې شوي، بلکې ډېری وخت د انسان د دهویّت او وضعیت د بدلیدا په جغرافیې بدلیږي د بقاء او بې معنا ترمینځ په یوه ځاي.
نو قدرمنو ګلانو یو ځل بیا درته د یخنئ او غږ له مینځه ښه راغلست وایوو، ګلانو دا هغه ځاي دی چې ټکي او کلمو پکې پناه اخستې ده ، نه پوله لري ، نه ویزا، یوازې غواړي واوریدل شي.
په دغه ننني مطلب کې،د هغه انسان کیسه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو، چې د دوو دنیاؤ ،یعني د ؛ وطن او کډوالۍ ؛ترمینځ ولاړ دی؛ د ژمنو نړۍ او د واقعیت نړۍ. داسې کیسه چې ښائي پخپله مونږ هر یوه کې د خاموشئ یوه چغه شی.
دوستانو وائي چې ؛ رونا د باد وږمې ته غوږ نیسي؛ باد د حصار له لورې راځي، د وسپنې او لَمدو خاورو له بوي سره. ماشوم ئې په غېږ کې ویده دی، د هغه وړوکي خوله او شونډې له هرې ساه اخیستلو سره رپېږي؛ لکه چې په خوب کې هم انسان ته خوند ورکوي. یو کوچنی څِراغ د یوه ډبي د پاسه نړئ شغله پورته کوي، ژېړه رڼا چې سیوري لړزوي. هغه وائي: «د شپې هَوا درنده یا زیاتیږي،لکه د خېمې چت چې ساه نه شي اخیستلای.
په لیرې کې، پر ډبرو د چاد پښتو غږ راپورته کیږي، څوک په ګزمه یا څوکیدارئ ولاړ دی.
سیمونه یا مَزي برېښنا نه لري، خو تر یوه حده له لمدَوالي ځلېږي، لکه تازه زخم.
نو ،رونا د یوې کوچنۍ قینچئ په وسیله خپل ویښتان پرې کوي؛ د پاکوالي لپاره، د بقاء لپاره. خو لاس ئې رپېږي؛ نه له وېرې، بلکې د اوږدې ستړیا له امله. خبرې نه کوي. یوازې د خپلو تَودو ساهګانو ترمنځ د خپل کوچني نامه ورو ورو له ځان سره اخلي.؛هغه څوک چې لا نه پوهېږي چې ؛«کور» څه معنی لري.
نو و ائي چې ؛کله ناکله، د باد څپه د بلې خېمې له لورې د خندا غږ راوړي؛ د بل چا خندا.
هغه ،بېغږه مُسکا کوي؛ لکه څوک چې ورپه یاد شوي وي ،چې لا هم کېدالی شي غږ جوړ شي، حتی د چوپتیا له دننه.
نو ،بیا رونا سترګې پټوي او په زړه کې وائي: «کېدای شي، د پولو هاخوا، همدا اوس به څوک په ګرَم ځاي کې ناست وي او بې له دې چې خبر وي، زړه ئې زما لپاره تنګ شوی وي.
نو لږ څه امید ئې پيدا کیږي ،خېمه ورو شان خوځېږي. شپه د هغې له نفسه تېرېږي او پوهېږي چې لا هم یو انسان د انتظار په باطن کې ژوندی دی.
کیمپونه،د «کنګل شوي انتظار» بل نوم دی. هر څه پکې موقتي دي، پرته له خپلې لنډمهالئ. د پولې په یوه ستر کمپ کې، له درې زرو ډېر انسانان په داسې فضا کې ژوند کوي چې یوازې د څو سوو کسانو لپاره پلان شوې وي. چتونه د باران په وخت څڅیږي، خټېنې او خړې اوبه بېرته راګرځي، او برېښنا د شپې لکه د تاؤده هرکلی په خاطر ، مړه کېږي.
راپورونه وائي چې په وروستیو اوونیو کې د نوو راتلونکو کډوالو شمېر زیات شوی، خو امکانات هماغه پخواني دي: کم، یخ، او د اغزن سیم تر شا کلابند.
د میز په بل لوري کې، د دېوالونو او امنیتي دروازو لپاره سترې بودجې لګېږي؛ لکه که انسان ونه لیدل شي، نو نور به درد هم و نه لري.
په سیمې کې موجود ډاکټران د نفسیاتي روغتیا د لا خرابېدو خبره کوي: ژور خپګان، اضطراب،سټریس ، بېخوبي، او تر ټولو ډېر د بېنامې احساس. د ډېرو په څېرو کې داسې زخم شته چې نه له جګړې راغلی، نه له فقره؛ بلکې د ناڅاپي درېدو یا مخه نیونې له امله رامنځته شوی. له دې چې، څوک کلونه په داسې حالت کې پاتې شي چې لا هم «موقتي» بلل کېږي.
په کمپ کې ژوند کول، د نرم زندان یو ډول دی؛ بې له دېواله زندان ، خو د پاتې کېدو په اجازت سره. په هغه کې وخت بله بڼه لري: اوږدېږي، ستړی کېږي، او ورو ورو ورستېږي.
په رسمي معلوماتو کې یوازې شمېرې ښکاري: په دې محدودې کې درې زره او څو کسان، سلګونه ماشومان، لسګونه نفسیاتی ناروغان. خو هېڅوک نه پوښتي: د هېرېدو احساس څو یونټونه لري؟ هغه اندېښنه چې په سینې کې راپورته کیږي، څو ډېسی بل درزا لري؟
کله چې بدن په قطار کې ولاړ وي، یوازې روح دی چې پوله پېژني. او د کډوال روح هره ورځ په نوو تَلو کې تلل کېږي: امنیت، منل کېدل، حذف، لېږد. او د نوي قانون رابرسیره کیدل. د هغو کسانو نومونه چې د بېرته ستنَولو احتمال لري، په جلا لېست کې راځي؛ د هغوی خوځښتونه محدودېږي، او که یوه ورځ له کیمپه ووځي، بیا هم باید بېرته راوګرځي.
دا کړۍ، تکرارېدونکې او بېپایه ده. لکه په یوې دایروي یا ګول آلمارئ یا قفس کې قدم وهل.
تجروبې ښودلې چې حتّی هغه کسان چې د پناه غوښتنې په منل کیدا کې بریالي کېږي،بیا هم له کیمپونو دباندې سرګردانه پاتې وي: نه کور لري، نه کار، نه د ریښتینې منل کیدا روښانه پلان. په رسمي سیستمونو کې ئې نوم د «د انتظار» له لېست څخه ایستل کېږي؛ خو د ژوند له لېسټ څخه نه.
د شمالي اروپا له یوه هېواده تازه شمېرې ښئي چې له درې پر څلورمه ډېره برخه خلک د کډوالۍ په اوسنیو سیاستونو ناخوښه دي او د لا محدودیت غوښتنه کوي. هماغه هېواد، په عین حال کې، د کیمپونو د بیا رغونې لپاره مالي مرسته هم کوي. یو لوڅ او جوَت تضاد: په عامه نظر کې، همدردي تر هغه ځایه ده چې د کړاؤ انځور د ټيلیویژن له چوکاټه بهر و نه وځي.
د دې ټريژیډۍ په بل اړخ کې، د اقتصاد سترې اندازې کنټرولول دی: هغه شرکتونه چې څارنیز تجهیزات جوړوي، د کیمپونو د ساتنې ټيکداران ، او داسې بازار چې ان له درد څخه هم ګټه راباسي.
پناهغوښتونکی نور یوازې هغه انسانان نه دی چې د امنیت په لټه کې وي. هغه یو معلوماتي واحد ګرځېدلی، چې له لارې ئې شمېرې او قراردادونه استخراجېږي.
په ټولنپوهنې کې دې ته وائي: د کرامت د حذف له لارې امنیتجوړونه؛ داسې ځای چې انسان نه د ژوند لپاره، بلکې د کنټرول کېدو لپاره تعریفېږي.
سیستم ترې غواړي چې پاتې شي،څو ووائي: «نه کېږي». دا د ادارې یو ډول چلول دی؛ له ځنځیرونو پېچلی، له جلاوطنئ لا رسمي.
نو په همدې منځومیان کې، داسې ماشومان لویېږي چې نړۍ ئې له فِنسه( جالئ) پیلېږي او د چوپتیا د امر په غږ پاي ته رسېږي. هغوی سهار نه په لمر کې، بلکې د اوبو او ډوډۍ په قطار کې تمرینوي. د دوي کتابچې د مرستندویو پیکیجونو مات کارټنونه دي، او پنسلونه ئې بېتراشه قلمونه دي؛ کرښې ئې رپېږي، لکه د سختې سړې هوا په اوج کې.
دوي لمر د کاغذ په سر کې نه، بلکې ښکته، خاورې ته نږدې رسموي؛ ښائي ځکه چې هر څه چې پېژني له ځمکې راپورته کیږي: له خټو ډک بوټان، د ساتونکي یا نګهبان د بوټانو کړکیدار غږ، او هغه خېمې چې چتونه ئې ټیټ دي.
د دوي په انځورونو کې وَنه نشته، یوازې بېشکله لاسونه او څو ګډوډ مربعونه دي؛ کړکۍ بې له دې چې تر شا ئې کور وي.
د کیمپ ماشوم پوهېږي چې «ورځ» د حصار یا جالئ دباندې د ساعت نوم دی؛ هماغه ځاي چې د لاریو او ګاډو د انجن غږونه راځي، او پوهېږي چې هلته خلک شته چې ډېر سنبال او ګرَم دي.
که وخاندي، غږ ئې د لَمدې خېمې له ټوکره بېرته ټکر خوري او خاموشیږي.
د شپې، د ورو ورو خبرو ترمنځ، ځینې ئې د لیرې کورونو کیسې بیا یادوي؛ د هغو کلِمو په وسیله چې معناوې ئې د ګډې حافظې څخه ورکې شوې دي.
یو پنځه کلن ماشوم پوښتي: «کور څه رنګ ؤ؟
مور ئې لږه تم کېږي، ځکه د ذهن په سترګو کې ئې هېڅ رنګ ژوندی نه دی، پرته له هغه خړ رنګه چې د برزَخ بڼه لري.
په موقتي درملتون کې، د روغتیا یو رضاکار ډاکټر په مات او ستړي غږ وائي: «زمونږ ناروغان، د بېمعنائۍ (بې مقصده هدف ) ناروغان دي.»
هغه کاغذونه څنګ ته ږدي، ژوره ساه اخلي، ځکه پوهېږي چې د دې درد درمل نه په وَچ درملتون کې شته، نه په لغتنامو کې. دا درمل په هغې هیلې کې دي چې له خېمو انتقالېږي.
او دا جمله، د ټولو کیمپونو لنډیز دی: یو دوام، چې هېڅ ځای ته نه رسېږي.
د ساه د اخستو دوام، د انتظار دوام، د انسان د انتظار درد ، او بل درد ته انتظار.
په دې بېپایلې آب و هوا کې، ماشوم معنا له لاسه ورکړې، لوي انسان یوه ګونګه هینداره ګرځېدلې، او آسمان لا هم خپلې جلاوطنۍ ته دوام ورکوي.
قدرمنو دوستانو !که غوږ ونیسئ، د چاپېریال د ټولو ځورونکو غږونوته ، د ساتونکي یا نګهبان غږ، د قلَف یا تالې د بندېدو چغه، خاموشه اعتراضونه — یو داسې غږ موجود دی چې نه ورکېږي.
یو ه ورو ورو زمزمه، د بل سهار د راویښېدونکي نفس یا سا په شان؛ د رونا نفس یا سا اخستل .
هغې لا هم په کنګل شوې یا یخې هوا کې، د خپلې نړۍ او خپل ماشوم ترمینځ یوازینۍ توده اړیکه ده. لاسونه ئې کلک نیولي، او تر شونډو لاندې، نه دعا، بلکې د بقاء شعر زمزمه کوي.
داسې شعر چې خپله ئې جوړ کړی، د هغو کلمو په وسیله چې له لیرې ماضي څخه ئې راټولې کړې دي.
هغه لا هم باور لري چې کلِمه، سره له ټولو وسپنیزو جالیَو (پنجرو) او خنډونو، کولی شي د سترې تیارې په زړه کې یوه وړوکې شان لمبه او هیله خو ستره لمبه وي.
دا کیمپونه، د هېرېدو فابریکې دي؛ داسې ځایونه چې د انسان هستي «د دوسیې شمېر» ته راټیټېږي.
د «انسان» کلِمه، هغه کلمه ده چې دا سیمونه او پنجرې او دا سیاستونه هڅه کوي له خولو او ژبو ئې وتښتوي.
خو د رونا په خولې کې، دا کلمه ژوندۍ ده؛
نه د یو فلسفي مفهوم په توګه، بلکې د ورځني عمل په توګه:یعني !
«صبر وکړه…»
«کېدای شي سبا یوه کړکۍ پرانستل شي…»
«ساه واخله…»
مونږ، ددې سیمونو له تر شا، د هغې کیسه وایو.
نه ددې لپاره چې تاسو بېحرکته غم او خپګان ته راوَبولو، بلکې د دې لپاره چې هېر نه کړو:
پوله، تل د نقشې دباندې نه وي.
ځینې وخت دا پوله ډېره نږدې جوړېږي؛ د سبا پر باور او د دې حصار یا کلابندئ او د منلو ترمینځ په درز کې.
پوله، د هغه چا ترمینځ ده چې د ځان لپاره پاتې کېږي، او د هغه چا ترمینځ چې اجازت ورکوي ټول شتهوالی ئې د چاپېریال په دباؤ سره له منځه ولاړ شي.
نو ،رونا سترګې پرانیزي. د سهار رڼا، نه له پاسه، بلکې د ځمکې له سطحې راپورته کېږي.
هغه ولاړېږي.
او د یوې یوازې ښځې په دې راپورته کیدا کې، بې له دې چې پخپله پوهه شي، هغه ټول څه چې د انسانیت لپاره پاتې دي، بیا ئې تازه بیعت کوي.
له سیمونو او وسپنیزو پنجرو ورهاخوا، خدای پامان…
له هغه ځایه؛چې هیلې لا هم د کمزورې ډیوې په څېر بلې دي.
تر بلې لیدنې پورې، په هغه پروګرام کې چې د؛وطن او کډوالۍ نومې لړۍ برخه ده،په ارام سره واوره،ممکنه ده؛لا هم یو غږ پاتې وي،چې انسان ورته چغه ووهي .
نو خپل خیال ساتئ د خپلو بچیانو خیال ساتئ،خوښ او سلامت ژوند درته له پاک پروردګاره غواړو.بریالی ووسئ.
( سیماب)
*******************************************************************************************************************************************************************************