د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د اسلام آباد له خوا د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام د ډېرو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیواله اداره وايي، چې په وروستۍ یوه لسیزه کې لږترلږه ۶۳ زره او ۲۸۵ تنه له خپلو هېوادونو څخه د کډوالۍ په ترڅ کې مړه شوي یا بې درکه شوي دي.
د افغانستان د کډوالو د چارو د وزارت ویندوي د ایران د اسلامی جمهوریت پّ وسیله د افغان مهاجرینو کوربتوب په ښې یاد کړی او وئيلي ئې دي مونږ د یوې بلې مودې لباره هم د خپل مسلمان ښه ګاونډي ددغه کوربتوب غوښتونکي یوو.
ترکي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد ساحل ته څېرمه د ایجین په سمندرګي کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې اته کسان پکې مړه شوي دي.
د امریکا ۱۲ جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو سناتورانو د کانګرس له لوړ پوړو چارواکو غوښتي، چې د هغو افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات کړي، چې د امریکا له دولت سره یې کار کړی دی.
په پاکستان کې د تعلیم په برخه کې یوه فعاله غیر دولتي اداره ’الف اعلان‘ وايي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په کمپونو او له کمپونو بهر څه نا څه ۵۷۰ زره ماشومان چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۶ کلونو دي، ښوونځیو ته نه ځي.
د کاناډا د کډوالو ادارې له پاکستان څخه دغه هېواد ته د ۳۳۳ نور افغان کډوالو د لېږدولو خبر ورکړی دی.
د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د انټرکانټیننټال په ملي او نړیوال نندارتون کې د افغانستان او ایران محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې په تېر۲۰۲۳ کال په ټوله نړۍ کې، لږترلږه ۸۵۶۵ کسان د کډوالۍ په غیرقانوني لارو کې مړه شوي، چې یوه لویه برخه یې افغانان دي.
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي او د ایران د سفارت کلتوري سلاکار سید روح الله حسیني په کابل کې د سرپرست حکومت د پوهنې له وزیر سید حبیب الله اغا سره کتلي.