Mar 16, 2024 11:59 Asia/Kabul
  • ترکیې ته نږدې د کډوالو کښتۍ د ډوبېدو له امله ۸ تنه مړه شوي

ترکي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد ساحل ته څېرمه د ایجین په سمندرګي کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې اته کسان پکې مړه شوي دي.

د پېښې د قربانیانو هویت نه دی ښودل شوی. ځینې کډوال له همدې لارې له ترکیې څخه اروپا ته د تللو هڅه کوي چې په تېرو ورته پېښو کې افغان کډوال هم مړه شوي دي.

چارواکو ویلي چې په پېښه کې دوه کسان د ترکیې ساحل ساتونکو ژغورلي او دوه نور یې په خپله له اوبو څخه په وتلو بریالي شوي دي.

دغه کښتۍ د ترکیې تر ټولو لوی ټاپو ګوکسیدا یا امبروس ته نږدې ډوبه شوې، چې د چناق قعلې ولایت شمال لوېدیځ ساحل ته څېرمه موقعیت لري. چارواکي وايي د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

ټیګونه