د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د اسلام آباد له خوا د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام د ډېرو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیواله اداره وايي، چې په وروستۍ یوه لسیزه کې لږترلږه ۶۳ زره او ۲۸۵ تنه له خپلو هېوادونو څخه د کډوالۍ په ترڅ کې مړه شوي یا بې درکه شوي دي.
د انساني قاچاق جنایت قصدا یو نه ارزونکی مورد، د ؛جفري اپسټین؛ مورد دی؛ چې په پراخو څیړنو پسې له شواهدو،مدرکونو او باؤري مستنداتو سره سره حل شوی نه دی،بلکې هغه پخپله د جزئي بند سزا هم لرلي.
ترکي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد ساحل ته څېرمه د ایجین په سمندرګي کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې اته کسان پکې مړه شوي دي.
د امریکا ۱۲ جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو سناتورانو د کانګرس له لوړ پوړو چارواکو غوښتي، چې د هغو افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات کړي، چې د امریکا له دولت سره یې کار کړی دی.
په پاکستان کې د تعلیم په برخه کې یوه فعاله غیر دولتي اداره ’الف اعلان‘ وايي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په کمپونو او له کمپونو بهر څه نا څه ۵۷۰ زره ماشومان چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۶ کلونو دي، ښوونځیو ته نه ځي.
د کاناډا د کډوالو ادارې له پاکستان څخه دغه هېواد ته د ۳۳۳ نور افغان کډوالو د لېږدولو خبر ورکړی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې په تېر۲۰۲۳ کال په ټوله نړۍ کې، لږترلږه ۸۵۶۵ کسان د کډوالۍ په غیرقانوني لارو کې مړه شوي، چې یوه لویه برخه یې افغانان دي.
د رسنیو په حواله، دغه جسدونه د امنیتي کسانو لخوا د بلاروس یوه روغتون ته انتقال شوي دي.
د پاکستان دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې تر دې دمه له پاکستان څخه افغانستان ته ۴۱۸۹۸۰ تنه ناقانونه کډوال ورستانه شوي، دغه رسنۍ وايي، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ورستنېدو لړۍ دوام لري.