له پاکستان څخه افغانستان ته ۴۱۸ زره کډوال راستانه شوي
د پاکستان دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې تر دې دمه له پاکستان څخه افغانستان ته ۴۱۸۹۸۰ تنه ناقانونه کډوال ورستانه شوي، دغه رسنۍ وايي، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ورستنېدو لړۍ دوام لري.
د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان دولتي رسنیو په یوه خبر کې ویلي چې یوازې تېره جمعه ۲۴۷۳ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دغې رسنۍ زیاته کړې، چې خپل هېواد ته د افغان اتباعو په ګډون د ناقانونه کډوالو د راستنېدو لړۍ دوام لري.
د اکتوبر په میاشت کې، پاکستان د 1.7 میلیون افغان اتباعو په ګډون غیرقانوني کډوالو ته د پاکستان پرېښودو یا د ایستلو سره د مخ کېدو نېټه وټاکه.
د پاکستان دغه پرېکړه له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوه، خو د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې شاته نه شو.
د یادولو وړ ده چې طالبانو د وزارتونو د رئیسانو په شتون کې له پاکستان څخه د ایستل شویو کډوالو د چارو تنظیم او حل لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړی دی.