د افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات شي
Mar 15, 2024 12:51 Asia/Kabul
د امریکا ۱۲ جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو سناتورانو د کانګرس له لوړ پوړو چارواکو غوښتي، چې د هغو افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات کړي، چې د امریکا له دولت سره یې کار کړی دی.
دغو سناتورانو ویلي، چې د سږني مالي کال تر پایه هغوی ته ۲۰ زره نورې ویزې په کار دي.
دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د (اېس ای وي) ویزې ښایي د روان کال تر پایه بندې شي.
د امریکا حکومت هم له کانګرسه غوښتي، چې په کارونو کې چټکتیا راولي.