Mar 27, 2024 10:53 Asia/Kabul
  • په تېره لسیزه کې له ۶۳ زرو زیات کډوال مړه او نادرکه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیواله اداره وايي، چې په وروستۍ یوه لسیزه کې لږترلږه ۶۳ زره او ۲۸۵ تنه له خپلو هېوادونو څخه د کډوالۍ په ترڅ کې مړه شوي یا بې درکه شوي دي.

دې ادارې پرون وویل، تر ټولو ډېر یعني ۶۰ سلنه کډوال په سمندرونو کې د ډبېدو له امله مړه شوي دي.

د کډوالۍ د نړیوالې ادارې په وینا، په تېرو لسو کلونو کې ۲۸ زره ۸۵۴ تنه د کډوالۍ په ترڅ کې بې درکه شوي دي.

د مړو شویو او بې درکه شویو کډوالو په درېیو کې یوه برخه هغه کډوال دي، چې د افغانستان، میانمار، سوریې او ایتوپیا له جګړو تښتېدلي او هڅه یې کړې، چې نورو خوندي هېوادونو ته ولاړ شي.

ډېری افغانان ایران ته او یا له ایران څخه ترکیې او همداراز له ترکیې څخه یونان ته د تګ په لارو کې مړه شوي، یا بې درکه شوي دي.

خو په سمندرونو کې ډېری ډوب شوي کسان د لیبیا او نورو افریقايي هېوادونو وګړي دي، چې بیړۍ یې په مدیترانې سمندرګي کې د سمندر څپو لاندې کړي دي.

ټیګونه