Mar 10, 2024 04:56 Asia/Kabul
  • له پاکستان څخه ۳۳۳ نور افغان پناه‌غوښتونکي کاناډا ته ولېږدول شول

د کاناډا د کډوالو ادارې له پاکستان څخه دغه هېواد ته د ۳۳۳ نور افغان کډوالو د لېږدولو خبر ورکړی دی.

د کاناډا د کډوالو ادارې د کب پر ۱۸مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا کډوال په یوې چارتر شوې الوتکه کې «کالګري» ښار ته لېږدول شوي دي.

ټاکل شوې چې دا کډوال د ادمونتون او ټورنټو په ګډون، په ۳۳ ښارونو کې مېشت کړای شي.

د خپرو شویو راپورونو په حواله، کاناډا د ۲۰۲۱ له اګست راهیسې نږدې ۴۰ زره افغانان دغه هېواد ته لېږدولي دي.

ورته مهال، د کاناډا د کډوالو چارو ادارې زیاته کړې چې ترلاسه شويو وړو غوښتنلیکونو ته د رسېدو چارې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم کاناډا له پاکستان څخه ۳۱۰ افغان پناه‌غوښتونکي په یوې چارتر شوې الوتکه کې د دغه هېواد «هالیفکس» ښار ته لېږدولي وو.

ټیګونه