په ۲۰۲۳ کال کې څه باندې ۸۵۰۰ غیرقانوني کډوالو خپل ژوند بایللی
Mar 07, 2024 11:55 Asia/Kabul
د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې په تېر۲۰۲۳ کال په ټوله نړۍ کې، لږترلږه ۸۵۶۵ کسان د کډوالۍ په غیرقانوني لارو کې مړه شوي، چې یوه لویه برخه یې افغانان دي.
د یاد سازمان په خبره دا د ۲۰۲۲ کال د خپرو شویو شمېرو په پرتله، ۲۰سلنه زیاتوالی ښیي.
په بیانیه کې د مړو شویو افغانانو دقیق شمېر نه دی ښودل شوی، خو نن سبا افغانان او سوري وګړي اروپا ته د تلو په نیت د کډوالۍ د لارو سترقربانیان بلل کېږي.
اروپا ته تر ټولو خطرناکه لاره د مدیتراني سمندرګی ښودل شوی او ویل شوي چې پردې لاره تېرکال، د ۳ زره ۱۲۹ کسانو مړینې او تري تم کېدل ثبت شوي دي.