Mar 27, 2024 11:45 Asia/Kabul
  • د افغان کډوالو ایستل دې ودورل شي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د اسلام آباد له خوا د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام د ډېرو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان پر ایکس‌پاڼه لیکل شوي چې دوی له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د بیا مېشت کېدو د دوسیو څېړل دې چټک کړي.

دوی زیاتوي چې پاکستان حکومت باید په ډله ایز ډول د افغان کډوالو شړل بند کړي او د کډوالو له حقونو څخه د نړیوالو قوانینو پر اساس ساتنه وکړي.

ټاکل شوې چې د کډوالو د ستنولو دا پړاو د اوړي په موسم کې پیل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وایي، اوس مهال په پاکستان کې ۲.۱۸ میلیونه افغان کډوال د کډوالۍ قانوني اسناد لري.

ټیګونه