Apr 25, 2024 16:08 Asia/Kabul
  • په ایران کې د نړۍ له ټولو لرغونې زیګورات د معماری اته حیرانوونکی ځانګړنې + انځور

پارس تودی- د ایران په جنوب لوېدیځه شوش کې لرغونی او له رازونو ډکه عبادتځای چي په چغازنبیل زیګورات باندې مشهور دی، ۳ زره کاله مخکې جوړ شوی دی.

په ایران کې د نړۍ له ټولو لرغونې زیګورات د معماری اته حیرانوونکی ځانګړنې + انځور

پارس تودی- د ایران په جنوب لوېدیځه شوش کې لرغونی او له رازونو ډکه عبادتځای چي په چغازنبیل زیګورات باندې مشهور دی، ۳ زره کاله مخکې جوړ شوی دی.

د چغازنبیل زیګورات له دریو ټکو جوړ شوی دی، زیګورات اسمان په لورې د پورته کېدو په معنا ده. په لرغونی تمدنونو کې د خدای د پرستش لپاره لرغوني ځایونه جوړېده او له ټولو مهم یې زیګورات بلل کېده.

د چغازنبیل ټکی هم له دوو جلا ټکو چغا د غونډی په معنا او زنبیل هم د ټوکری په معنا ده، ګواکې د عبادت ځای له جوړېدو مخکې غونډی باندې ټوکری وزمې کنډوالې موجودې وې.

له چغازنبیل څخه یوه ښکلې منظره

 

په دغه مطلب کې د چغازنبیل د زیګورات په جوړولو کې د ایراني معماری اتو حیرانوونکي ځانګړنې څېړو:

 

۱ له دریو زرو کلونو نه زیاته لرغونتیا

د ایلام د امپراتوری یو مشهور باچا د اونتاش ګال په نامه له میلاده ۱۲۵۰ کاله مخکې د شوش د لړغوني ښار په څنډو کې د یوه مذهبي ښارګوټې د جوړېدو امر ورکړ.

چغازنبیل له میلاده ۶۴۰ کاله مخکې د اشوریانو د باچا بانی پال په حکم د ایلام له وروستی باچا هومبان هالتاش سره په جنګ کې وران شو.

په یوه کتیبه کې راغلې: ما د شوش زیګورات چي لاجوردو په ډبرو سینګار شوی، مات کړ، د ایلام عبادتځایونه مې هوار کړ، شوش مې په کنډواله بدله کړه، انساني ږغ او د خوشحالی اوازونه زما په لاس له هغه ځای نه ټول شو.

چغازنبیل درې زره کلن تاریخ لري

۲. د نړۍ له ټولو پراخ زیګورات  

چغازنبیل د نړۍ له ټولو ستره زیګورات دی او دا اثر په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د یونسکو له خوا په نړیوال میراث کې ثبت شو. دا زیګورات د ایلام له لرغوني پړاو نه له ټولو مهم پاته شونی دی.

د نړۍ له ټولو ستر زیګورات

 

۳. ځانګړی معماري

د چغازنبیل زیګورات کابوه ۱۰۵× ۱۰۵ متره پراختیا او ۵۳ میټره لوړوالې لري لیکن یوازې ۲۵ میټره یې پاتې دی چي له خښتو جوړ دی. په لومړی حصار کې اصلي عبادت ځای دی چي ورته زیګورات وایي، په دوهم حضار کې بیا ماڼۍ او یوه کوچنی عبادتځای جوړ دی او په دریم حصار کې هم د چغازنبیل تصفیه خونه، ماڼۍ او د ځمکې لاندې سلطنتي قبرونه دي.

چغازنبېل ځانګړی معماري لري

۴.  د نړۍ تر ټولو لرغوني کآښۍ

زیګورات له خښتو او خټو جوړ دی چي په ۶۵۰۰ خښتو یې ایلامي لیکونه لیکل شوي، لیکنې په لاس پرې شوي دي.

ځینې استعمال شوي خښتې په کاښیو باندې پوښل شوي چي د نړۍ له ټولو مشهورې دي.

هرې یوې خښتې باندې جلا په لاس لیکلنې شوې

 

۵. د زلزلې ضد اینجینرینګ

یاد زیګورات د ایران د معماری له معجزاتو بلل کیږي. د هغه جوړېدا په دوو پړاونو کې شوې، لومړی یوه لوی ځای د هغه د جوړولو لپاره په نظر کې نیول شوی او بیا ورباندې مختلفې پوړی جوړې شوي دي، د دې بنسټ ۳ زره کاله کیږي چي دوام موندلی، په دغه خشتي ودانۍ کې د جاپان د زلزلې ضد هیډرالیک جګونه کار شوي نه دي، لیکن سره له دې له سلګونو سختو زلزلو سربېره، وران شوی نه دی. دا د زیګورات د ډیزاین یو لوی راز دی.

چغازنبیل د نړۍ د اینجینرینګ لوی راز

۶. د نړۍ له ټولو لرغونې تصفیه خانې

د دغه زیګورات تصفیه خونه د نړۍ له ټولو لرغونې تصفیه خونه ده چي سارې نه لري.

سره له دې چي سیند د زیګورات په ۳ کیلومټری کې پروت وو، لیکن اینجینرانو د ۵۰ کیلومټره په اوږدوالې سره، د زیګورات شمال لوېدیځ برخې پورې ویالې وکیندلې او اوبه یې تصفیه خانې ته ورسولې، چي ۳۵۰ میټر مکعبه یې ظرفیت درلوده او له خښتو او چونې څخه جوړ وو.

کله چي د اوبو زیرمی ډکې دی، نو خټې لاندې په کښې کېناسته او برې نه یې ړنې اوبه له سوړو څخه د استعمال لپاره راوتلې.

 

چغازنبېل تصفیه خونه

 ۷. د سیلاب ضد ډیزاین

له زیګورات نه د باران اوبه د خښتو په اوبلارو سره، بهر ته لېږدول کېدلې، دغه اوبلارې په ۸۵ سانتی میټره ژور والې سره، جوړ شوې وه چي بیا په لاندې پوړونو کې له لوی کانال سره وصل کېدلې.

د زیګورات په بره پوړی باندې پنځه ناوې موجود دي، څلور ناوې لاندې پوړیو او پنځمه ناوه بیا په زینو کې ده چي د سیلاب مخه نیسي.

۸ . شمسي کال هینداره

د عبادتځای په اصلي غولۍ کې درې ودانۍ دي چي د دایرې په شکل جوړې شوې او یو ډول شمسي ساعت او هینداره وه.

د دغو ودانیو په وسیله او ورباندې د لمر په وړانګو، موسمونه، کلونه او میاشتې شمېرل کېدلې.