د ایران په دښته کې د امریکا د فوځې ماتې کیسه + د وران شویو تجهیزاتو حیرانوونکې انځورونه
پارس تودی- د ۱۳۹۵ لمریز کال د غویې د میاشتې په ۵ نیټې کابو د ایران د انقلاب او امریکا پورې د شاه د پېیلې رژیم له نسکورېدا ۱۵ میاشتې وروسته، د ایران په طبس کې د امریکایي فوځیانو د شاهین نومې عملیات، له یوه ستر ناورین سره مخ شو او ماته وخوړه.
دا پېښه، له هغه وروسته تر سره شوه چي د امریکا د هغه وخت ولسمشر جیمی کارتر په ایران باندې د فوځي عملیات د ترسره کولو پرېکړه وکړه. د هغوی جاسوسانو خلاصول د دې عملیات پلمه وه چي د ایراني محصلینو له خوا نیول شوي وه په داسي حال کې چي د ایران د اسلامي جمهوریت د نسکورتیا دسیسې یې مخې ته وړلې.
د سپېنې ماڼۍ مشرانو چي د محصلینو له خوځښت نه حیران شوي وه او دسیسې یې ښکاره شوي وې، پرېکړه وکړه چي د فوځیانو په زور، غربي رسنیو تبلیغاتو او په ایران کې د ځینو عناصرو په ملاتړ سره، په ځان پورې پېیلې په ایران واکمن کړي.
ایران ته د امریکایي ځواکونو ورننوتل
د پلان له مخې،د ۱۳۵۹ د غویې د میاشتې په څلورمه، د امریکا اووه C-130 ډوله ټرانسپورټې الوتکې او اته چورلکې د ایران له سرحدونو تېر شول، په داسي حال کې چي د موټرانو او موټرسېکلونو په شمول په ډول ډول وسلو بار وو او ځانګړې ځواکونه په کښې وه.
یادې الوتکې او چورلکې د ایران له جنوبي سرحد څخه هیواد ته ننوتلې د بنی صدر د لوېدیځ پاله حکومت په همږغی سره، له کومې ستونزې پرته، ۱۰۰ کیلومټره د ایران په خاوره کې مخته تللي او له رباطخان سره نژدې د طبس په سیمه کې په یوه خالي هوایي میدان کې کښېناستلې دي.
امریکایانو وار له مخکې په ایران کې د خپلو نفوذې ځواکونو په وسیله، د هوایي دفاع ضد وسلې یې له خپلې لارې نه لیري کړې وې، او د شپې په نیمایي امریکایي سپېشل فورسانو د طبس دښتې پورې ځانونه رسولي وه.
امریکایي فوځیانو کله چي په طبس دښته کې وه، یوه چورلکه یې د C-130 الوتکې نه تېل واچوه او بیا له ځمکې نه پورته شو چي د پورته کېدو پرمهال له الوتکې سره وجنګېده او چاودنه رامینځته شوه.
بیا د شګو د طوفان له امله دوې چورلکې تخنیکې ستونزې پیدا کړې او له کاره ولوېدې. په نتیجه کې د امریکا ولسمشر کارتر په اجازه عملیات بند شو او امریکایانو له دې ویرې چي په شګو کې بند شي او د ایراني ځواکونو له خوا اسیران شي، له سیمې وتښتېده.
د امریکا د فوځي ځواکونو قومندانۍ دومره وارخطا شوې وه چي اتو وژل شویو امریکایي فوځیانو سره، چي په سیمه کې پاتې وه، ډېر پټ اسناد پاتې شوی و.
پایلې
د طبس د عملیات ماته، د امریکا په امپریالیزم باندې یو سخت ګوزار وو او د سپېنې ماڼۍ د چارواکو د رسوایي لامل شوه. امریکا غوښته چي د شاه د پییلې رژیم د نسکورولو او د امریکایي جاسوسانو د نیولو په خاطر ایرانی ولس سزا کړي لیکن پایلې اپوټه شوې.
بله دا چي د ایران ولس نور هم بیداره شو او د غربیانو دښمني نوره څرګنده شوه او په هیواد کې له هغوی سره پییلې عناصر رسوا شول. کارتر غوښته چي د امریکایي جاسوسانو له خوشي کولو وروسته، په امریکا کې د عامه افکارو په جلبولو سره، بیا ځلې په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شي لیکن د دغه عملیات د ناکامه کېدو او د جاسوسانو د نه خوشي کولو لپاره د امام خمینی ره پرېکړه، په ولسمشریزو ټاکنو کې د کارتر د ناکامه کېدو لامل شو.
هغه وروسته په یوې مرکې کې وویل: زما د ولسمشرۍ پړاو له ټولو نه سخت پړاو و، ځکه چي د امریکا حکومت په هغه وخت کې د ایت الله خمینی له خوا یرغمل شوی وو.