Apr 25, 2024 15:15 Asia/Kabul
  • هند ولي په نړۍ کې د بدنامه کېدو په حال کې دی؟/ ځینو عواملو ته کتنه

پارس تودی- هند داسي یو ټاټوبی چي له پخوا نه په زغم او ډول ډول والې مشهور و او له بلې خوا په تېره یوه پېړۍ کې یې د استعمار ضد د هیواد او ټولنې په توګه زیات اعتبار ګټلی و، په تېره لسیزه او په ځانګړې توګه په تېرو دوو کلونو کې د نړیوالو په وړاندې د هند دغه تصویر په خرابېدو دی. حیرانونکې خبره دا ده چي دا تصویر په غربي هیوادونو کې نه خوښې او په غیرغربي هیوادونو کې هم سخت رټل شوی دی.


دلته دریو لاملونو ته  اشاره کوو:

له هندی انسانانو د غربیانو او د هغوی د رسنیو کرکه

په هندوستان کې د Prasar Bharati نومې د رسنۍ مدیر Shashi Shekhar Vempati د دې په بیانولو چي هند تل د دې هیواد په ضد د غربي رسنیو د ناسمو تورونو په ځوابولو لګیا ده وویل: غربي رسنیو هندوستان د فیلانو، د ماربازانو او د لڅ او لغړ مسکینانو هیواد ګني.

Vempati، د غربي رسنیو له خوا د هند د خرابولو دلیل په غربي هیوادونو کې د دغو رسنیو د مارکیټ قبضه بولي او زیاتوي:

غربیانو د مخاطبینو د جذبولو په هدف، په تېره بیا په لویو مارکیټونو منجمله چین کې، د هند په خرابولو پسې دي.

د هندوستان د خلګو په مسخره کولو د یوې جرمنې نشریې کاریکاټور

د ییل د پوهنتون فارغ التحصیل او په نیویورک کې میشت خبریال «شروان بات»، وایي:  د ورځپاڼو او د خبرونو په تجارت کې، باید کیسه خرڅه کړې او د کیسې د خرڅولو لپاره باید روایت خرڅ کړې.

دا په داسي حال کې دی چي هندیانو تل غرب یوه مینه ناکه او د متمدنو انسانانو ټاټوبی بللی دی.

«شروان بات»، په همدې اړه له غربي مخاطبانو په تېره بیا د امریکا له خلګو د یوې پوښتنې په مطرحولو سره، غواړي داسي فکر وکړي چي که د هند د خلګو لپاره د غربې ټولنې لپاره واکمن روایت، د غربي هیوادونو تریخ حقیقتونه لکه وسله ایزې حملې، توکم پالنه او د مخدره موادو استعمال وي، غربیان به په هندي ټولنه کې د خپل وران انځور نه به څرنګه احساس ولري په داسي حال کې چي د هندوستان خلګ د غربي رسنیو له خوا د یو نیم خبرونو په خاطر یوازې د غربیانو دروغجنې ښکلاوې او خیالي نړۍ ویني.

یوه کاریکاټور چي ښیي غربیانو د هند د لومړي وزیر نارندرا مودی په تېر ایستلو سره، هغه د خپل ګاونډ چین سره په شخړه اخته کوي

 

په هند کې د تندلارو واکمنتیا

یوه بل لامل چي د هندوستان انځور چي له دې مخکې د ګاندي او د سولې په ټاټوبې مشهوره وه، اوس سخت وران کړی او تاوتریخجنه انځور یې ښودلی هغه د هندوستان د تېرې لسیزې سیاسي بدلونونه دي.

د هندوستان نه د تاوتریخجن انځور په وړاندې کېدو کې یو له ټولو زیات کارنده لامل د دې هیواد د اوسني لومړي وزیر نارندا مودی او د «بهاراتیا جاناتا»  BJP سیاسي ګوند ظهور دی. داسي یو ګوند چي په غوښتلې او ناغوښتلې توګه، د اسلام په ضد په غلیمانه اقداماتو، له اسرائیل نه په ملاتړ د غربیانو او د استعمار د ګټو په لړ کې لوبه کوي.

په نوی ډیلي کې د پراختیایي ټولنو د مطالعاتو مرکز (CSDS) له لورې تر سره شوي څېړنې ښودنه کوي چي د هند د لومړي وزیر نارندرا مودی سیاستونه په هند کې د سختو مذهبي اختلافاتو لامل شوی دی.

دغه مذهبی اختلافات د هندوانو او مسلمانانو تر مینځ څرګند شوی دی. حقیقت دا دی چي د بهاراتیا جاناتا ګوند د هندوپالو شعارونو په ورکولو سره، واک ته رسېدلی دی او هڅه یې کړې ده چي د مسلمانانو په ضد د آر اس اس او شیوسنا په څېر د هندو تندلارو ګوندونو په لمسولو سره، په کلي او لیري پرتو سیمو کې ځان ته رایې راټولې کړي.

په هند کې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د بي جي پي ګوند له واکمنېدو راهیسې، د دې هیواد په مختلفو ښارونو کې د مسلمانانو په ضد په بې مخینې توګه خونړې تاوتریخوالې زیاتې شوي دي.

د جوماتونو سوځول او نړول، په مذهبی مراسمو پابندی، مسلمان کډوالو ته د پاته کېدو اجازه نه ورکول، د کشمېر د خپلواکۍ ختمول او په مسلمانانو د تندلارو هندوانو په بریدونو او یرغلونو سترګې پټول، له هغو غلیمانه اقداماتو له جملې دې چي په هندوستان کې په وروستیو کلونو کې د مسلمانانو په خلاف تر سره شوي دي.

دا په نړیواله سویه او هم په دیني او اسلامي ټولنو او هم په مختلفو هیوادونو کې د هندوستان په ضد د کرکې د رامینځ ته کېدو لامل شوی دی، داسي کرکه چي ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.

 

د هند د استعمار ضد اعتبار پرېښودل او د استعمارګرو په لورې ورتله

هند د ناپییلې هیوادونو له غورځنګ څخه په لیري کېدو، د غربیانو په لور لاړ او په دې خاطر اسرائیل رژیم د هند په بهرني سیاست کې مهم ځای پیدا کړ.

په دغه زمینه کې عجیبه اقدامات وشو چي د نړیوالو د حیرانتیا سبب شو، د مثال په  توګه د فلسطین په وړاندې د هند سیاست له تناقضاتو ډک شو او د هغو خلګو له ملاتړ څخه چي له استعمار او یرغل نه ځوریږي، د استعمارګرو او یرغلګرو ملاتړ ته ورودانګل، دا ملاتړ نه یوازې په سیاسي او اقتصادي برخه کې څرګند شوی بلکې فوځي ډګر ته هم رسېدلی دی.

له اسرائیل رژیم سره د هندوستان  اړیکې دومره مخته لاړې چي نارندرامودی د نړۍ په مشرانو کې لومړی کس چي د طوفان الاقصی د عملیات غندنه یې وکړه.

هند همدارنګه له صهیونیستي رژیم څخه د ځپل بې قید و شرط ملاتړ په خاطر، د اکټوبر په ۲۷ نیټه، په ملګرو ملتونو کې هم په غزې کې د اوربند له انساني پریکړه لیک سره مخالفته وکړه.

د ډیپلماټ د ویب پاڼې له راپور سره سم، د هندوستان د دولت دغه دریځ د دې سبب شو چي هندو تندلارو ډلو په ټولنیزو رسنیو کې د غزې په کړکېچ کې د اسرائیل د رژیم نه په ملاتړ کې ناسم معلومات خپور کړي او د مسلمانانو ضد تبلیغات وکړي، په داسي حال کې چي مسلمانان په هند کې په اقلیت کې دي.

اخر دا چي د غربي رسنیو د توکم پاله ذات په خاطر د هند انځور په غربي هیوادونو کې ناسم دی، خو د هندوستان د سیاسي مشرانو د تېروتنو د امله، د هند انځور په نورو هیوادونو او ولسونو کې هم خراب شوی او د یوه اتل او ازادی پال نه د استعمارګرو په ملګرې بدل شو.