Apr 25, 2024 12:47 Asia/Kabul
  • د ایران رېښه لرونکی ولس هیڅکله امریکا ته نه تسلیمیږي

پارس تودی- امام خامنه ای د چهار شنبې په سهار له زرګونو ایراني کارګرانو سره، په کتنه کې، په ایران باندې د غربیانو او د امریکا د بندیزونو اصلي هدف، د ایران د اسلامي ولس او نظام تسلیمول او سرټیټول وبلل او ټینګار یې وکړ چي د ایران او د اسلامي جمهوریت رېښه لرونکی او ستر ولس د زور او زیاتی په وړاندې نه تسلیمیږي او د پرمختګ په فرصت باندې د بندیزونو په بدلولو سره، ځلاندې راتلونکې ته به ورسیږي.

  د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: 

هغوی غواړي چي د ځینو نورو هیوادونو په څېر د ایران د اسلامي جمهوریت شتمني، عزت او سیاستونه، د امریکا په لاس کې ووسي لیکن اسلامي نظام، اسلامي غیرت او د ایران ستر او رېښه لرونکی ولس به هیڅکله د زور خبرې ته تسلیم نه شي.

د اسلامي انقلاب رهبر د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې د امریکا او اروپایانو بندیزونو ته له پاملرنې پرته، د اقتصادي مسائلو په هکله یې خبرې ناممکنه وبللې او وویل: غربیان دروغ وایي چي بندیزونه یې د ټروریزم، ایټمي وسلې او بشرې حقوقو پورې اړوند دي.

هغوی د غربیانو د تشو ادګانو د یوې بیلګې په توګه د غزې مسالې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د هغوی له نظره د غزې عام ولس چي بمبارونه پرې کیږي، ټروریسټان دي لیکن د صهیونیست ظالم او خبیث رژیم چي په ۶ میاشتو کې ۴۰ زره منجمله ماشومان یې وژلې دي، ټروریست نه دی.

د اسلامي انقلاب له رهبر سره د کارګرانو کتنه

امام خامنه ای په دوام کې د ایټمي په مسالې باندې د خپلو څو کاله مخکې خبرو ته په اشارې سره، چي یې ویلي وه امریکایان دې روښانه کړي چي په ایټمي مسالې کې تر کوم حده پورې د ایران په شاتګ راضي کیږي، وفرمایل:

هغوی هیڅکله هم نه تیاریږي چي خپل حدود مشخص کړي ځکه چي د هغوی هدف دا دی چي قدم په قدم ایران شاتګ ته مجبوره کړي او د افریقا په شمال کې د یوه هیواد په څېر، ټوله ایټمي صنعت یې ورله مینځه یوسي، په داسي حال کې چي د هیواد مختلفې برخې، لکه روغتیایي، طبې او نورې برخې ایټمي فعالیتونو ته ضرورت لري.

هغوی بندیزونه د هیواد د اقتصاد د زیانمېدو او د ستونزو لامل وبلل او زیاته یې کړه: همدغه بندیزونه له بلې خوا بیا د استعدادونو د پنځون او د هیواد د داخلي ظرفیتونو د څرګندېدو لامل شوي دي.

حضرت آیت‌الله خامنه‌ای، د دښمن له دښمنۍ څخه فرصت جوړونه د یوه ژوندي او فعاله ولس نښې وبللې.

ایرانۍ ښځینه کارګرې

هغوی د فوځي سامان الاتو په برخه کې پرمختګونه په فرصت باندې د بندیزونو د بدلولو یوه بېلګه وباله او جوته یې کړه: دا پرمختګ چي ځان یې څرګند کړ، ټوله دښمنان یې حیرانه کړي چي اسلامي ایران د سختو بندیزونو سره سره څرنګه په دومره زیات شمېر د پرمختللو وسلو په تولیدولو بریالی شوی.

د اسلامي انقلاب رهبر زیاته کړه

ان‌شاءالله له دغو وسلو نه زیات پرمختللې او غوره وسلې به هم تولید شي، البته پرمختګونه مو یوازې د وسلو له برخې سره، نه دی محدود، په طبي، روغتیایي، صنعتی او اینجینرینګ په ډګرونو کې هم ایران د نړۍ د مخکښو هیوادونو دی، البته ځینې ډګرونه موجود دې چي په کښې پس پاته یو چي د هلوځلو او همت په صورت کې پرمختګ به حاصل شي.

د انقلاب د رهبر انځور د یوې کارګرې مېرمنې په لاس کې

امام خامنه ای بندیزونه د کمرنګه کېدو په حال وباله او جوته کړه:

 په دې وروستیو کې د نړیوالو سرچینو په یوه راپور کې د ایران د ملی عاید یعني د (جي ډي پي) زیاتوالې ته اشاره شوې وه چي دا په دې معنا ده چي په هیواد کې چارې په سمې لورې روانې دي، له سرحداتو بهر مرستو ته په تمه نه یو او بندیزونه نه دې توانېدلي چي ایران له پښو وغورځوي او دا روحیه باید په ایران کې پیاوړی شي.

د اسلامي انقلاب رهبر په دغه کتنه کې همدارنګه له فلسطینیانو څخه په ملاتړ کې د ولسونو مظاهرې او په اروپا او امریکا کې د فلسطین او د حزب الله د بیرغونو اوچتېدو ته په اشارې سره، د غزې له مظلوم ولس څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ په خاطر په ایران باندې د ټروریزم د ملاتړ تورونه، د دښمنانو د رسوایي لامل وباله او وویل:  اوس نه یوازې د ایران ولس بلکې د نړۍ ټولو ولسونو له فلسطینیانو څخه ملاتړ کوي.

امام خامنه ای د خپلو د دغو وېناو په یوه بله برخه کې وویل: د ایران د ولس لپاره دې معلوم وي او البته معلوم هم دی چي د دښمنانو د زوروینې لامل، هغه دروغ تورونه نه دي چي په ایران باندې لګوي، بلکې دا دی چي ایران ولي خپلواک دی او د دوی د زور خبرو ته نه  تسلمیږي ، دوی غواړي ایران د هغوی ماته خوړلې، پس پاته، ناکامه او د الهي ضد او بشري ضد سیاستونه تعقیب کړي. داسي سیاستونه چي خپله د غربي کارپوهانو په وېنا د امریکا ۲۰۰ کلن اعتبار د له مینځه وړلو په حال کې دی.

هغوی په دې باندې په ټینګار سره چي له دغو ناکامه سیاستونو څخه د پیروی لپاره، د ایران له رېښه لرونکې ولس څخه تمې بې ځایه ده، وویل: د ایران ولس، ولاړ او پیاوړی دی چي البته دغه ودرېدنه باید په ملي یووالې، څېړنې او کار سره، څرګند شي چي په دغه صورت کې او له لټي توب نه په ډډه کولو سره، د دښمنانو له خوا د تپل شویو کړاوونو او ستونزو څخه به د پرمختګ لپاره فرصتونه پیدا شي او د ایران ولس به په الهی فضل سره، ځلانده راتلونکې ته ورسیږي.

د اسلامي انقلاب رهبر په دغه کتنه کې همدارنګه د کارګرو د ټولنې له هلوځلو او زیارونو څخه په مننې سره، د یوه کارګر په ټناکه شویو لاسونو د پیغمبر ص مچه، له کارګرو څخه له ټولو نه اوچته ستاینه وباله او جوته یې کړه:

اسلام د کار او د فعالیت لپاره زیات ارزښت او احترام لري او د قراني تعالیمو له مخې، د حلال رزق د ترلاسه کولو لپاره دهر یو کس زیار د عبادت او صالح عمل په توګه شمېري.

د یوه ځوان ایرانی کارګر انځور

هغوی کار او کارګرو ته د اسلام نظریې ته عامه افکارو توجه مهمه او د پرمختګ لامل وباله او زیاته کړه:

اوسنۍ مادې نړۍ، یوازې کارګرو ته د پیسو د ګټلو د یوه اوزار په توګه ګوري لیکن اسلام د کار او زیار لپاره د ارزښت په نظر کې نیولو سره، کارګر ته ذاتي ارزښت ورکوي په داسي ډول چي د پیغمبر خاتم ص په وېنا، متعال خدای هر هغه کس چي خپل کار په ښه توګه او پیاوړی تر سره کړي، خوښوي.