Apr 27, 2024 05:06 Asia/Kabul
  • امریکا د بشري حقوقو په هکله د څه ویلو حق نلري (خبرونه دلته لوستلی شئ)

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د فلسطین د ملاتړو محصیلینو ځپلو ته په اشارې سره د امریکا چارواکي د بشري حقوقو، د ښځو د حقوقو او د بیان د ازادۍ په هکله د خبرو کولو لایق ونه وبلل.

هغه پرون په ایکس اینټرنیټ پاڼې باندې د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو باندې د اعتراض کونکو محصیلینو پرضد د امریکا د پولیسو له تاوتریخوالي څخه د ډکې ویډیو په بیا خپرولو سره وویل له جنایتکار صهیونیسټ رژيم څخه د امریکا په ملاتړي سیاست باندې د اعتراض کونکو او د پوهنتون د فلسطین له ملاتړو استادانو سره د امریکا د پولیسو  په زیږ چلند باندې له خواشینۍ څخه د ډکو تصویرونو خپریدا د امریکا د حکومت په کړچار کښې د شعار او د عمل ترمینځ واټن نړیوال قضاوت ته وړاندی کړی دی.

د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو کابو اوه میاشتې تیریږي او تراوسه له څلوردیرش زرو څخه زیات فلسطینیان شهیدان شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

په همدې خاطر د اسرائیلو د حملو د بندیدا او د غزې تړانګې له خلکو په ملاتړ کښې په امریکا کښې د محصیلینو اعتراضونه په زیاتیدا دي او اوس دغه اعتراضونه هاروارډ و ټیکساس، براون او جنوبي کیلي فورنیا پوهنتونونو ته هم رسیدلي دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

امریکا د بشري حقوقو تر ټولو ستره خلاف ورزۍ کونکي ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري حقوقو کمیټۍ په یوې خبر پاڼه کښې د بشري حقوقو د حالت د موهوم راپور په خپرولو  کښې د امریکا له ریاکارۍ څخه ډک اقدام وغاند او ویې ویل امریکا د بشري حقوقو په هکله د خبرو کولو  صلاحیت نلري.

د امریکا خارجه وزارت چې په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د نسل وژنې او د بشریت پرضد له جنایت څخه د هراړخیز ملاتړ او ملګرتیا کولو په دلیل له بل هر وخت څخه زیات د عمومي افکارو له دباو سره مخامخ دی او د امریکا په داخل او نورو خپلواکه هیوادونو کښې د واشنګټن د بشري حقوقو ضد او د جنګ غواړو سیاستونو پرضد پراخ اعتراضونه شوي دي له ریا څخه په ډک اقدام کښې د ایران په شمول په بیلابیلو هیوادونو کښې د بشري حقوقو د حالت په هکله د ادعا وړ کلنی راپور خپور کړی دی.

په همدې لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د قضايي قوې د بشري حقوقو کمیټۍ پرون وویل که څه هم دغه راپور د ایران ضد رسنیو کښې د غیر مستندو، بې اساسه او له دروغو د ډکو اطلاعاتو او معلوماتو له هدفمنیدا تکراریدا پرته بل څه نه دي ، سره له د داسې رژیم یعني (امریکا)لخوا دا چټي ادعاګانې چې د بشري حقوقو او د ملتونو د حقوقو ډول ډول خلاف ورزیانې او له استعمار څخه رانیولي تر جنګ رامینځته کولو ، او له اټومي بمونو د  استفادې کولو، د ولسي او د ډیموکراټیکو  حکومتونو د نسکورولو او د کودتاګانو، او د وسلو د تولیدولو او پراخولو او له ترهګرۍ څخه اوزاري استفاده په خپلې شرمونکي او تورې کارنامې کښې لري یوه ترخه او په عین حال کښې له طنز څخه ډکه لاپه ده.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پینځه څلویښت زره فلسطینیانو الاقصی جومات کښې لمونځ وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی څه د پاسه پینځه څلویښت زره فلسطینیانو د صهیونیسټ رژيم د عسکرو لخوا په پراخو امنیتي تدبیرونو سره د جمعې لمونځ په الاقصی جومات کښې وکړ.

څه د پاسه پینځه څلویښت زره فلسطینیانو پرون په داسې حال کښې په الاقصی جومات کښې د جمعې لمونځ وکړ چې د قدس د نیواکګر رژیم پوځیانو دغه جومات ته د فلسطین د ځوانانو د ورتلو مخنیوی وکړ او یوشمیر فلسطینیان یې ووهل.

د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د الاقصی جومات د دروازو مخ ته د وسپنې خنډونه کیښودل چې د جومات انګڼ ته د فلسطیني ځوانانو د ورتلو مخه ونیسي او ځینې فلسطینیان یې ونیول.

د فلسطین د اطلاعاتو مرکز وویل د صهیونیسټ رژیم د عسکرو لخوا الاقصی جومات ته د مسلمانانو په ازادۍ سره د ورتلو د مخه د نیولو او د وهلو او ټکولو او د ځپلو اقدامات په داسې حال کښې وشول چې له دې سره په یووخت زرګونو ښارګي میشته خلکو ته اجازه ورکړل شوه چې د «تلمودي» مراسمو د ترسره کولو لپاره چې د یهودیانو له پسح اختر سره یوځاې شوی دی الاقصی جومات ته ورشي.

صهیونیسټ ښارګي میشته کابو هره ورځ د اسرائیلي عسکرو په ملاتړونو سره په الاقصی  جومات یرغل کوي او هڅه کوي چې د دغه سپیڅلي ځای حالت بدل کړي او صهیونیسټان په هره روده د خپلو سپیرو پلانونو د اجرا کولو لپاره د الاقصی جومات د  زماني او د مکاني تقسیمولو کوشش کوي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د یمن پوځ د امریکا بې پایلوټه الوتکه وغورځوله

المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د یمن وسله والو ځواکونو د صعده ښار په فضا کښې د امریکا یوه(۱) ایم کیو نهه (MQ9) ډوله بې پایلوټه وویشتله او هغه یې نسکوره کړه.

دا د امریکا دریمه بې پایلوټه الوتکه ده چې د یمن د وسله والو ځواکونو لخوا نسکوره شوي ده چې قیمت یې دیرش میلیونه ډالره دی.

د یمن پوځ په یوې ویډیو کښې د امریکا د دغه بې پایلوټه الوتکې د ټوټو پرچو عکسونه خپاره کړي دي.

د یمن پوځ له پرمختللي هوايي دفاعي سیسټم څخه په ګټه پورته کولو سره توانیدلی دی چې په خپل هوايي حریم باندې له ډیرو هوايي تیریو سره مبارزه وکړي.

امریکا او بریتانیا هم په سره سمند کښې د کشتیو د تګ راتګ د امنیت د ساتلو په پلمه په تیرو څو میاشتو کښې په ځلونو د یمن د پوځ په مرکزونو باندې بریدونه کړي دي.

د صهیونیسټ د جنایتکار پوځ په لاس د غزې د خلکو د نسل کشۍ کابو اوه میاشتې تیریږي او امریکا هماغه راز د اسرائیلو د تر ټولو اصلي ملاتړي په توګه د پوځي او د مالي مرستو په استولو سره د دغه ماشوم وژونکي رژیم مالي ملاتړونه کوي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د امریکا د محصیلینو پرضد د اسرائیلو نیوکه بې ځایه ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ورمونټ ایالت خپلواکه استازي برني سینډرز د فلسطین د خلکو په ملاتړ کښې د محصیلینو د اعتراضیه غونډو په غندلو کښې د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو په څرګندونو نیوکه وکړه.

په غزې کښې د اسرائیلو د جنګ د څه د پاسه دوه سوه ورځو له تیریدا او د امریکا د ولسمشر جوبایډن د حکومت په مالي ، سیاسي او پوځي ملاتړونو سره د فلسطین د بې ګناه خلکو پرضد د اسرائیلو رژیم د جنایتونو په دوام سره د نیویارک،  د کولمبیا ، د هاروارډ ، د ټیکساس ،  د براون ، د  واشنګټن ډي سي ، د جارج ټاون او د جنوبي کیلي فورنیا په شمول د دغه هیواد پوهنتونونه له محصیلینو سره د پولیسو د نښتو په ډګر بدل شوي دي.

په عین حال کښې د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ کښې د امریکا د محصیلینو د اعتراضیه غونډو د غندلو په ترڅ کښې هغه د یهودیانو ضد لوفر کسان بللي دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په اسرائیلو باندې باید بندیزونه ولګول شي

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین په چارو کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو راپورټري میرمن «فرانسچکا البانیز» د اسرائیلو پرضد د بندیزونو د لګولو ، د اوربند د ټینګولو او د فلسطینیانو د ژوند د ساتلو غوښتنه وکړه.

هغې دې ته په اشارې سره چې د فلسطین  په غزې تړانګه کښې شرایط په دغه سیمه کښې د نسل کشۍ د بندولو لپاره د هیګ د نړیوالې محکمې د حکم له خپریدا وروسته تراوسه نه دي بدل شوي په صهیونیسټ رژيم باندې د بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه.

د فلسطین په چارو کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو ځانګړي راپورټرې میرمن فرانچسکا البانیز زیاته کړه د فلسطین په سلګونو ژوبلو کسانو او ماشومانو ته باید اجازه ورکړل شي چې له بل کس لرلو پرته یې په مصر کښې درملنه وشي او زیاته یې کړه د هغو ناروغانو چې مصر ته وړل شوي دي شرایط ډیر ویرونکي دي.

هغې وویل هغه ویره چې د غزې خلک یې تجربه کوي د بیانولو وړ نه ده او په لویدیځې غاړې کښې هم شرایط  مخ په خرابیدا دي.

البانیز ټینګار وکړ ملګري ملتونه باید خپل انساني مسوولیتونه پرغاړه واخلي او د فلسطیني کډوالو لپاره امنیت تامین کړي.

د فلسطین په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي راپورټرې میرمن «فرانچسکا البانیز» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې اسرائیل باید سزا شي او دغه رژیم ته د وسلو د ورکولو مخه ونیول شي په اسرائیلو باندې د بندیزونو د لګولو ، د اوربند د ټینګولو او د فلسطینیانو د ساتلو غوښتنه یې وکړه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د فلسطین مبارزانو په اسرائیلي عسکرو برید کړی

زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د عزالدین قسام غونډ سنیپرانو په اسرائیلي عسکرو باندې برید وکړ.

د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ وویل د دغه غونډ مبارزانو په یو لړ عملیاتو کښې د غزې تړانګې په مرکز کښې په «المغراقه» سیمه کښې په ایف شپاړس ډول توغندیو سره د صهیونیسټ رژيم په دوو مکانیزه ځواکونو برید وکړ.

د عزالدین قسام غونډ مبارزانو د غزې تړانګې په شمال کښې په بیت حانون کښې هم د صهیونیسټ رژيم یو افسر په ډزو سره هلاک کړ.

دغه راز د فلسطین په رفح سیمې باندې د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو په وړمه شپه حملو کښې هم څو کورونه تباه شول او یوشمیر فلسطینیان شهیدان او ژوبل شول.

د اسرائیلو د نیواکګر رژیم پوځیانو د نابلس په شمال لویدیځ کښې په« سبسطیه» کلي کښې په یوې لرغوني سیمې هم یرغل وکړ.

دغه راز د فلسطین ډلو په رفح ښار باندې د ځمکنۍ حملې او د انساني او غمیزه رامینځته کونکو پایلو په هکله خبرداری ورکړی کومه به چې د سترو غمیزو سبب شي.

د فلسطین ډلو ټینګار کړی دی چې په رفح ښار باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځیانو په حملې کښې به غلي کې نني او مونږ په اسرائیلي عسکرو باندې حملې ته تیار یوو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د افغان کډوالو "پي او ار" کارتونه دې د جون تر ۳۰مې وغځول شي

زمونږ خبریال راپور راکړی د  پاکستان د مرکزي‌ حکومت کابینې د سفیران (ریاستونو او پولو) وزارت دا وړاندیز منلی چې په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته دې د 'ثبتېدو ثبوت' یا پي ‌او‌ ار(Proof of Registration)په نوم د ورکړ شویو کارتونو د اعتبار موده د روان کال د جون تر ۳۰مې وغځول شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ کابینې ویلي، د 'پي او ار' کارتونو لرونکي کډوال به د جون تر وروستیو د ښوونځیو او خپلو بانکي حسابونو په ګډون نورو خدماتو ته هم لاسرسی ولري.

 

د دغو کارتونو د اعتبار موده د روانې اپریل میاشتې پر لومړۍ نېټه پای ته رسېدلې او د پاکستان حکومت یې مخکې له غځولو انکار کړی و.

حکومت دا اعلان هم کړی و چې پر بې اسناده کډوالو سربېره پاکستان کې د ثبت شویو افغانانو د ایستلو لړۍ هم پیلوي.

اوس د پاکستان د کابینې غونډه کې ویل شوي چې د 'پي او ار' کارتونو لرونکي افغان کډوال به د بې اسناده کډوالو د ایستلو درېیم پړاو کې بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.

د 'يو اېن اېچ سي ار' د مالوماتو له مخې پاکستان کې د نږدې دوه اعشاریه دوه ميليونه مېشتو اسناد لرونکو افغان کډوالو له دې ډلې یو اعشاریه درې  ميليونه "پي او ار" او پاتې نږدې ۹۰۰ زره "اې سي سي" کارتونه لري.

د یادونې ده چې پاکستان د تېر کال نومبر کې د بې اسناده بهرنيو وګړو د بېرته ستنولو لومړی پړاو پيل کړ او ويل کېږي له هغه راهيسې له نيم ميليون ډېر بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته استول شوي دي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د پاکستان تحریک انصاف له پوځ سره خبرې کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف یوه مهم  مشرشهریار افریدي ادعا کړي ده چې ډیر زر به دغه ګوند له پوځ سره خبرې وکړي.

شهریار د جیونیوز ټيلي ويژن په «نیا پاکستان »پروګرام کښې په خبرو کښې وویل  تحریک انصاف به د پاکستان د پوځ له مشر او د جاسوسۍ ادارې له مشر سره ډیر زر خبرې وکړي.

هغه وویل د تحریک انصاف د مشر عمران خان له اول ورځې څخه له پوځ سره د خبرو اترو غوښتنه کوله خو پوځ ځواب نه ورکاوه او زیاته یې کړه دغه خبره غلطه ده چې عمران خان این ار او یعني نیشنل ري کناسیلیشن ارډیننس غواړي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند دغه مشر شهریار افریدي وویل چې د پاکستان د ښه راتلونکي په خاطر به مونږ له پوځ سره خبرې وکړو.

شهریار افریدي د پاکستان له حکومت سره د خبرو کولو د پوښتنې په ځواب کښې وویل په حکومت کښې موجود کسان رد شوي کسان دي او هغوې سره به څه خبرې وکړو؟

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند دغه مشر شهریار افریدي وویل د پاکستان د حکومت غړي په خپله محتاج دي او هغوې په ریموټ کنټرول سره کنټرولیږي او دوې د فارم  اوه څلویښتم پراساس پارلیمان ته لاره موندلي ده او عوام دغه کسان ردوي.

شهریار افریدي وویل د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او پاکستان له یوبل سره تړلي دي او زیاته یې کړه د اوسني حکومت غړي له سترو درغلیو سره سره په بد ډول ناکامه شوي دي او ایسټبلیشمنټ د حکومت د غړیو ملاتړ کړی دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

ټیګونه