May 07, 2024 11:43 Asia/Kabul
  •  ابراهیمي حج،د فلسطین دخلکو له قاتلانوسره د دښمنۍ د اعلان ضرورت

  د اسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل؛ له یوه پلوه د صهیونیسټي لیوني سپي وحشي ډوله حملې او  له  بل  پلوه د غزې د خلکو مظلومیّت او  مقاومت  په تاریخ کې پاتیکیږی او بشریّت ته لاره ور ښئ چې  د امریکا  او نورو هیوادونو په پوهنتونونو او غیر مسلمانو ټولنو کې ئې بې مخینې او حیرانونکی عکس العمل ددغې ځانګړنې  او تاریخ  جوړونې نښه ده.

پارس ټو ډې -  د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د  مسلمانانو ولی امر  د حج د چارو  له یوشمیر   مسئولانو او د بیت ا.. الحرام د زیارتوالو سره په کتنې کې ، د پروردګار  ذکر  او د ؛مسلمانانو ارتباط او وحدت  ؛ د حج د فریضې   دوه ډير مهم  معنوي او اجتماعي  عنصرونه وبلل او  او د غزې سترې غمیزې  او د صهیونیسټ خونخوار رژیم  جنایتونو ته په اشارې سره ئې  وفرمائيل؛سږکال  حج  د قرآن  کریم د آیتونو په سیوري کې او د حضرت ابراهیم علیه السلام په مبارکې نامې سره ، باید له بل هر کال څخه لازیات پرتم سره  د مسلمانانو  له جنایتکار دښمن او د هغو له ملاتړو څخه  دبرائت حج  شي .

د اهل تشیع او اهل تسنن دینی عالمان ّ په ورین تندی سره

 

  د اسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل؛ له یوه پلوه د صهیونیسټي لیوني سپي وحشي ډوله حملې او  له  بل  پلوه د غزې د خلکو مظلومیّت او  مقاومت  په تاریخ کې پاتیکیږی او بشریّت ته لاره ور ښئ چې  د امریکا  او نورو هیوادونو په پوهنتونونو او غیر مسلمانو ټولنو کې ئې بې مخینې او حیرانونکی عکس العمل ددغې ځانګړنې  او تاریخ  جوړونې نښه ده.

دوي همدرااز  د ابراهیمي حج په فرصت کې د غزې د غمیزو په وړاندې  د  اسلامی امت د دندې په بیانولو کې  د حضرت ابراهیم علیه السلام  له سیرته د قرآن کریم ډیرو مثالونو ته  اشاره وکړه او وې فرمائيل؛  حضرت ابراهیم(ع) د هغو پیغمرانو برخه ده چې  ډير مهربان او  رؤف زړۀ لري، خو همدغه الهي پیغمبر  ظالمو او مستبدو  دښمانو په مقابل کې ډيرپه سختۍ سره د برائت اظهار کوي  په ډاګه ورسره دښمني اعلانوي.

Image Caption

 

حضرت آيت ا... العظمی سید علی خا منه اي  هغو قرآني آیتونو ته په  اشارې سره چې له ستمګرو دښمنانو سره دوستي هم په بشپړ ډول نفي کوي، وحشي صهیونیسټي رژيم  ئې  له مسلمانانو سره ددښمنۍ یو بشبړ مصداق  او امریکا  ددغه خونړي رژيم همپاله وبلله او وې وئيل،  که دامریکا مرستې نه وائ ، نو آیا صهیونیستي رژيم   له مسلمانانو ، ښځو او ماشومانو سره   ددغه وحشي ډ ول  چلند قدرت او جراءت درلودۀ؟

  حضرت آیت ا... العظمی  العظمی سید علی خامنه  اي وفرمائيل؛د مسلمانانو د وژلو او دددوي د کوچولو  عامل او دهغوي پشتیبان ، هردواړه ظالمان دي او د قرآن د  جوتونې په اساس ،که څوک  دوي ته   د دوستۍ لاس  ورکړي ، نو هم ظالم او ستمګر  دی او هم د خداي لعنت پرې کیږي.

 میرمني او دحج  چارو مسئولیّتونه

 

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د اسلامی نړۍ اوسنیو شرائطو ته په پام سره   حج ته د ایراهیمي کړچار ،یعني ددښمنانو په مقابل کې ښکاره برائت  له همیشه څخه لازیات ضروري وبالۀ او وې وئيل،  پر دې اساس ایراني او غیر ایراني  حاجیان   باید د فلسطین له ملته په پشتیبانۍ کې  قرآني منطق درستې ا سلامی نړۍ ته منتقل کړي.

 حضرت آيت ا...  العظمی   سید علی خامنه اي  وفرمائيل؛  البته د ایران اسلامی جمهوریت  د نورو په  تمه نه دی پاتې شوی او  نه پاتیکیږي، خو  که  د اسلامی ملتونو او حکومتونو پیاوړي لاسونه  په مرستو کې یوه بل ته لاس ورکړي، نو د فلسطین د ملت بوږنونکی حالت به   دوام  پیدا نه کړي.  

  د مسلمانانو ولی امر د ملیّتي ، مذهبی او قومي توپيرونو باندې دسترګو پټول  د وحدت او یووالي  د لازموالي سریزه وبلله او وې وئيل،  له ټولو ملیّتونو څخه د ټولو اسلامی مذهبونو او فرقو د پيروکارو یو شکل، یو شان ته  لویه اجتماع ،د حج د سیاسی او اجتماع یوه روښانه بیلګه او اړخ دی . البته  د درز او تفرقه  رامینځةکونکي مسئلې اوتوپيرونو  څخه د تیریدا ضرورت یوازې حج ته  مخصوص نه دی او د قرآن کریم په ډيرو آیتونو کې د مسلمانانو پر وحدت او یو زړتوب  ټينګار شوی دی.

 

ټیګونه