اسرائیلي پوځیان د ذهني او بدني دباو په وجه خودکشۍ کوي
پارس ټوډی: د صهیونیسټي رژيم د پوځ راډیو ویلي چې د دغه رژيم پوځیان د غزې تړانګې خلاف جنګ د روحي او جسمي فشار لاندې ځانونه وژني.
د اسرائیلو د رژيم د پوځ راډیو وویل: د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د اسرائیلي پوځیانو ترمینځ د خودکشۍ فیصدي، د تیر کال په پرتله ۵۰ سلنه لوړه شوې ده.
دغه صهیونیسټي راډیو زیاته کړه: د روان میلادي کال له پیل څخه ۱۸ اسرائیلي پوځیانو خودکشۍ کړې دي، حال دا چې دغه رقم د تیر کال د ورته مودې په پرتله یوازې ۹ تنه وه.
د دغه راډیو په وینا، د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو د خودکشۍ اصلي وجه، په تیره بیا په غزې کښې ذهني او بدني دباو دی.
په هم دې لړ کښې د معاریو صهیونیسټي ورځپاڼې پوځي خبریال «آوی اشکنازی» په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو تلفاتو ته په اشارې سره ولیکل: دغه رژیم د غزې په جبه کښې ګیر شوی دی.