ولې فلسطین په فوټبال کې یو ممنوع موضوع ګرځیدلی؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i162562
پارس ټوډی ـ فیفا او کلبونه کیدای شي هغه مینه والو ته سزا ورکړي چې د فلسطین سره خپله همغږي اعلانوي، خو دا مینه وال دي چې مقاومت ته دوام ورکوي او د فوټبال هیلې ژوندئ ساتي.
(last modified 2025-07-20T09:00:31+00:00 )
Jul 20, 2025 13:16 Asia/Kabul
  • ولې فلسطین په فوټبال کې یو ممنوع موضوع ګرځیدلی؟
    ولې فلسطین په فوټبال کې یو ممنوع موضوع ګرځیدلی؟

پارس ټوډی ـ فیفا او کلبونه کیدای شي هغه مینه والو ته سزا ورکړي چې د فلسطین سره خپله همغږي اعلانوي، خو دا مینه وال دي چې مقاومت ته دوام ورکوي او د فوټبال هیلې ژوندئ ساتي.

خبریالې او د ورزش د حقوقو کارپوهې «لیلا حامد»، په newarab ویبپاڼه کې لیکلي: هرڅومره چې د فوټبال چارواکي هڅه کوي، فلسطین له پامه وغورځوي، د هغه شتون لا زیات روښانه کیږي.

د پارس توډي د راپور له مخې، فوټبال ځان ته «ښکلی لوبه» وايي، هغه لوبه چې ادعا کوي نړیواله، ټولشموله او پرمختللې ده.

د برازیل د فقیرانو د کوڅو یا د پاریس د څنډو ماشومان کولی شي د استعداد او هڅو په مټ نه یوازې خپل ژوند، بلکې د خپلې کورنۍ او ټولنې ژوند بدل کړي. 

فوټبال له هر بل ورزش څخه زیات ویاړي چې د خلکو لوبه ده، هغه لوبه چې د ټولنیزو طبقو ترمنځ سرحدونه ماتوي او د ټولنې یو بشپړ انځور وړاندې کوي.

کله ناکله دا یوه ایینه ګرځي او کله ناکله د بدلون محرک.

د فوټبال میدان کله کله سیاسي ډګر ته اوړي.

خو کله چې د فلسطین مسئله راپورته کیږي، دا حقیقت لا زیات څرګندیږي.

هغه کلبونه چې د عدالت او مساوات خبرې کوي، په چټکۍ سره د هغو کسانو غږونه غلی کوي چې د نسل وژنې لاندې خلکو ملاتړ کوي.

 

د لویو کلبونو چوپتیا 

په تېرو میاشتو کې، لویو کلبونو یا د فلسطین د ملاتړ سمبولونه بند کړي یا د اسرائیلو لخوا په فلسطین او سیمه کې د جنایاتو په اړه د مینه والو د چیغو پر وړاندې چوپ پاتې شوي دي. 

څو اوونۍ وړاندې، کله چې په غزه باندې د اسرائیلو بریدونه زیات شول، د تاتنهام هاتسپر کلب په خاموشۍ سره د لسګونو مینه والو حسابونه، نه د کرکې یا توهین له امله، بلکې د دې لپاره بند کړل چې دوی د تاتنهام د اسرائیلي لوبغاړي مانور سولومون د اسرائیلي پوځ په ملاتړ د ښکاره څرګندونو انتقاد کړی و.

دا هغه وفادار مینه وال وو چې کلونه یې له کلب سره ملتیا کړې وه، خو د مظلوم د ملاتړ په خاطر له منځه ولاړل. 

 

تاتنهام وروسته رسنیو ته وویل: دا بندونه د «لویدیځې اسیا د شخړې» پورې اړوند پوسټونو په غبرګون کې شوي.

 که څه هم کلب وروسته بخښنه وغوښته، خو دا بخښنه د یوه خبرداري په څیر وه: د فلسطین ملاتړ عواقب لري. 

 

په داسې حال کې چې د تاتنهام د مینه والو حسابونه بندیدل، سولومون د اسرائیلي پوځ—هغه پوځ چې هره ورځ جنګي جنایتونه کوي، روغتونونه ورانوي او قحطي رامنځته کوي—د ملاتړ پوسټونه خپرولو ته دوام ورکړ، خو کلب هیڅ غبرګون ونه ښود، هیڅ څیړنه یې ونه کړه او هیڅ سزا یې ورنه کړه. 

 

د تاتنهام د ډیجیټل رسنیو ټیم غړو وړاندې په خپلو شخصي حسابونو کې د بنیامین نتانیاهو او اسرائیلي پوځ ملاتړ کړی و.

 نو کله چې د کلب د پیغام رسونې مسؤلین د اسرائیلي اشغال سره همغږي کوي، حیرانتیا نه ده چې ځینې غږونه پیاوړي او ځینې نور حذف کیږي. 

 

تاتنهام یوازینی د شمالي لندن کلب نه دی چې د فلسطین د عامو ملاتړونو مخه نیسي. ارسنال، چې د اقلیتونو د ملاتړ او پرمختللې تاریخچه لري، خپل ۶۱ کلن د وسایلو مسؤل مارک بونیک اخراج کړ، وروسته له هغه چې هغه د اسرائیلو په غزه کې کړنې «قومي پاک کاري» وبللې. مارک، چې ۲۰ کاله یې خدمت کړی و، د ناعادلانه اخراج له امله د ارسنال پر ضد دعوه وکړه. 

 

په مقابل کې، د ارسنال لوبغاړي الکساندر زینچنکو د غزې د بمبار په اوج کې د اسرائیلو په ملاتړ یو پوسټ خپور کړ.

هغه وروسته دا پوسټ حذف او خپل حساب خصوصي کړ، خو کلب هیڅ غبرګون ونه ښود. خو کله چې د ارسنال د مسلمان مینه والو د یوې ډلې د بنسټ ایښودونکي پخواني ټویټونه، چې اسرائیل یې نقد کړي وو، په پراخه کچه خپاره شول، د هغه په اړه څیړنې پیل شوې. 

 

د صهیونیزم انتقاد = له دندې اخراج

 

په بریتانیا کې، د فلسطینیانو سره د همغږۍ څرګندول خطرناک دي، خو د هغه دولت ملاتړ کول چې پر دوی بمباري کوي، خطر نه دی.

دا کیدای شي د جنایي ګواښ په توګه تعبیر شي او حتی ستاسو دنده له لاسه ورکولی شي، لکه څنګه چې د ملي اتل ګري لینه کر سره پیښ شوي. 

 

په دې میاشت کې راپور ورکړل شوی چې بي بي سي د لینه کر او محمد صلاح د «مچ آو د دی» پروګرام وروستۍ مرکه لغوه کړه، له دې وېرې چې شاید د غزې په اړه اشاره وشي.

وروسته، لینه کر بي بي سي د «ټولنیزو رسنیو د پالیسیو له سرغړونې» او د صهیونیزم د انتقاد له امله پرېښوده. 

 

د لینه کر پروګرام د ډیریو لپاره یو پناه ځای و چې د فلسطینیانو دردونه په رسمیت پیژندل. د هغه د بندیدو سره، دا پوښتنه راپورته شوه: که حتی د لینه کر په څیر یو معتبر شخص د خپل نظر د بیانولو له امله له منځه ځي، یو عادي مینه وال چې د فلسطین چفیه اغوندي څه امید لري؟ 

 

د فلسطین د فوټبال فدراسیون د راپور له مخې، له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې په غزه کې له ۳۷۵ څخه زیات فوټبالران شهیدان شوي دي. د ټولو ورزشکارانو د شهادت شمېر له ۷۰۰ څخه اوښتی دی.

ټول ورزشي میدانونه بمبار شوي دي.

د ځوانانو او ملي لوبډلو، د دوی د خوبونو سره یوځای، د کنډوالو لاندې خښ شوي دي. 

 

په ټپيانو کې یو ځوان فوټبال مینه وال او د لیورپول کلب ملاتړی دی چې د اسرائیلو د هوايي برید وروسته د خپلې کوڅې په وړاندې دواړه پښې له لاسه ورکړې.

هغه یو وخت د محمد صلاح د لارې تعقیبولو خوب لاره، خو اوس د قطع عضو سره مخ دی.

فیفا هیڅ درناوی نه دی کړی، هیڅ کمپاین یې نه دی پیل کړی او حتی یوه دقیقه چوپتیا یې نه ده کړې.

نه بازوبند، نه د یادونې کومه نښه. یوازې یوه سړه او دوامداره چوپتیا. 

 

د مینه والو پوښتنې

اوس مینه وال پوښتي: ایا د فیفا دا چوپتیا په قصدي توګه ده؟

د ۲۰۲۵ کال د کلبونو د نړیوال جام په درشل کې، مصري لوبغاړي حسین الشحات د «فلسطین آزاد» بازوبند سره راڅرګند شو، خو د هغه انځورونه په چټکۍ سره حذف شول. 

دا پیښه تصادفي نه وه. اندېښنې هغه مهال زیاتې شوې کله چې یوې ښځې، چې ځان یې د فیفا د ټولنیزو رسنیو مدیره بللې وه، په خپل شخصي حساب کې د اسرائیلو تبلیغات کول، آن هم په داسې حال کې چې په غزه کې د اسرائیلو جنګي جنایتونه په اوج کې وو.

 فیفا هیڅ توضیح نه دی ورکړی. داسې ښکاري چې د الشحات د بازوبند حذف کول نه د سهل انګاري له امله، بلکې د یوې پالیسۍ برخه ده.

 

د دروغجنو کمپاینونو حقیقت

 

په زړه پورې دا ده چې دا کس د «Her Game Too» جنبش بنسټ ایښودونکې ده؛ هغه کمپاین چې ادعا کوي په فوټبال کې ټولشموله دی، خو کله چې مینه والو ورڅخه پوښتنه وکړه، دې کمپاین پر ځای د ځواب ورکولو، هغوی یې په ټویټر بند کړل.

داسې ښکاري چې چوپتیا نه یوازې په کلبونو او فدراسیونونو کې، بلکې په هغو کمپاینونو کې هم رېښې لري چې د عدالت دعوه کوي.

 

خو موږ مینه وال چوپ نه پاتې کیږو. د نړیوال کلبونو د جام له فلسطیني بیرغونو څخه نیولې تر هسپانیې د رایو وایکانو او سویا لوبغالو پورې، عادي خلک ښيي چې ریښتینې همغږي څه ډول ده. هرڅومره چې د فوټبال چارواکي هڅه کوي فلسطین له منځه یوسي، د هغه شتون لا زیات روښانه کیږي.

 

دا اوونۍ، د اسرائیلو ځواکونو د فلسطین د ملي لوبډلې پخواني ګول کیپر عبدالله شقفه مېرمن په المواسي کې په یوه برید کې شهیده کړه، هغه سیمه چې کډوالو پکې پناه اخیستې وه.

هلته هیڅ نظامي هدف نه و، یوازې د بې دفاع خلکو خیمې وې. د هغې وژنه تصادفي نه وه؛ دا د فلسطینیانو د سیسټماټیک نابودولو د کمپاین برخه ده او د ډیریو نورو په څیر، د هغې مړینه هم د فوټبال نړۍ له خوا له پامه غورځول شوې ده.

 

که دا تراژیدي د بل هیواد د یوه لوبغاړي د کورنۍ لپاره پیښه شوې وای، د ورزش ټوله نړۍ به راپاڅیدلې وه.

پروګرامونه به ودرول شوي وو، کارپوهانو به درناوی کړی و او کلبونو به اعلامیې خپرې کړې وې.

هغه ورزش چې د عدالت د دفاع ادعا کوي، نشي کولی د داسې یوې فاجعې پر وړاندې چوپ پاتې شي. دا د انفرادي تراژیدیو خبره نه ده؛ دا د راتلونکو، ټولنو د سقوط او یوه ملت د له منځه تلو مسله ده. تر هغو چې فوټبال د داسې ژوندونو د دفاع جرئت ونه مومي، ټول اصول یې بې ارزښته دي.