پریس ټي وي عِبري سرویس هم پیل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167900-پریس_ټي_وي_عِبري_سرویس_هم_پیل_کړ
پارس ټوډی- پریس ټي وي  Press TV  چینل په ټوله نړۍ کښې د عبري ژبې مخاطبانو لپاره په دغه ژبه خپل خبري سروس په رسمي توګه پیل کړ.
(last modified 2025-12-01T10:23:43+00:00 )
Dec 01, 2025 14:52 Asia/Kabul
  • پریس ټي وي عِبري سرویس هم پیل کړ

پارس ټوډی- پریس ټي وي  Press TV  چینل په ټوله نړۍ کښې د عبري ژبې مخاطبانو لپاره په دغه ژبه خپل خبري سروس په رسمي توګه پیل کړ.

د پریس ټوي وي چینل عبري سروس په X (پخواني ټویټر) کښې د @PresstvHebrew یوزر اکاونټ په نوم او همداشان په ټیلیګرام Telegram کښې په هم دغه نوم د یو ځانګړي کانال له لارې خبرونه وړاندې کوي. د پریس ټي وي د رپورټ له مخې، د دغه سروس بشپړ ویب سایټ به په نزدې راتلونکي کښې پیل شي. 
د دغه سروس په محتوا کښې د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله خبرونه، ژور تحلیلونه او شننې او تفسیرونه شامل دي. 
د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې د بهرنیو خپرونو څانګې د دغه چینل اصلي دنده «د سیمې او نړۍ له بدلونونو څخه خپلواکو روایتونو ته د عبري ژبو مخاطبانو د لاسرسۍ رامینځته کول» بللي دي. 
دا په داسې حال کښې دي چې د عبري ژبې رسندوي فضا په دې وروستیو کلونو کښې له پراخو محدودیتونو او سانسورونو سره مخامخ پاتې شوې او د یاد سروس پیلول، متفاوتو او ځانګړو معلوماتو او شننو ته د مخاطبانو د نیغ په نیغه لاسرسۍ لاره هواروي. 
د ایران د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو خپرونو معین «احمد نوروزي» په عبري ژبه په خپل رسمي پیغام کښې، په نیواکي ټاټوبو کښې رسندوي حالاتو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د اسرائیلو رژیم له ایران سره د جنګ په دوران کښې په عبري رسنیو باندې سخت سانسور لګولی و. هغوي په حقیقت د خلکو له خبریدو ویریږي او د پریس ټي وي عبري برخه به پت کړې شوي حقایق په ډاګه کړي.