د عراق لومړي وزیر او د امریکا استازي ټام باراک خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i167890-د_عراق_لومړي_وزیر_او_د_امریکا_استازي_ټام_باراک_خبرې_وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق لومړي وزیر «محمد شیاع السوډاني»پرون په بغداد کښې د سوریې په چارو کښې د امریکا له ځانګړي استازي «ټام باراک» سره کتنه او خبرې وکړې.
(last modified 2025-12-01T01:21:19+00:00 )
Dec 01, 2025 05:47 Asia/Kabul
  • د عراق لومړي وزیر او د امریکا استازي ټام باراک خبرې وکړې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق لومړي وزیر «محمد شیاع السوډاني»پرون په بغداد کښې د سوریې په چارو کښې د امریکا له ځانګړي استازي «ټام باراک» سره کتنه او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کښې دواړو لورو د سوریې د اقتصادي شرایطو له  ښه کیدا، امنیت او ثبات څخه د عراق د ملاتړ د دوام د لارو چارو په هکله خبرې وکړې؛ داسې لاره چې د بغداد په نظر په خپله د عراق د ثبات او د پراختیا له پیاوړتیا سره هم مرسته کوي.

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني او د سوریې په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي ټام باراک دغه راز په سیمه کښې د هر ډول نوي تاوتریخوالي د رامینځته کولو د مخینوي او د اختلافاتو د حل لپاره د ډيپلوماټیکو لارو د پیاوړتیا پرضرورت ټینګار وکړ او دغه لاره یې په مینځني ختیځ کښې د ډيرې ملګرتیاو، د اقتصادي ودې او د پایداره ثبات زمینه جوړونکې وبلله.

د امریکا استازي په پاې کښې د دغو ګډو هدفونو پرمخ بیولو کښې د عراق مهم او اغیزشیندونکی رول وستایه.